Asset 1SWN

سلام وطندار

سوریه کې هوايي بریدونه؛ شمال‌لویدېځ کې ۲۵ کسان وژل شوي

سوریه

د سوریې په شمال‌لوېدیځ کې د یاد هېواد او روسیې جېټ‌الوتکو د هوايي بریدونو له امله ۲۵ کسان وژل شوي دي.

د سوریې د حکومت مخالف بنسټ چې د «سپینې خولۍ» په نوم یادېږي او د ژغورنې خدمات وړاندې کوي، نن دوشنبه ډسمبر دویمه ویلي، دغه کسان د سوریې او روسیې په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال یوې پوځي سرچینې رویټرز ته ویلي چې د سوریې او روسیې جېټ‌الوتکو د مخالفو تر کنټرول لاندې ادلیب ښار کې بریدونه کړي. ولسمشر بشرالاسد ژمنه کړې چې پر حلب ښار برید‌کوونکي کې به له‌منځه یوسي.

د رویټرز په راپور کې ویل شوي چې د سوریې پوځ له وسله‌والو مخالفینو یوشمېر ښارګوټي بېرته نیولي دي.

ادلیب چې ترکیې سره نږدې پروت دی او څلور میلیونه کسان په‌کې ژوند کوي، تر برید لاندې راغلی دی. ژغورونکې ډلې وايي چې په دې برید کې اووه کسان وژل شوي او ګڼ‌شمېر نور ټپیان دي.

د سوریې او روسیې ځواکونه بیا په بریدونو کې د ملکیانو وژل ردوي او وايي، برید کې د وسله‌والو مخالفینو پټن‌ځایونه په نښه شوي دي.

د سپینې خولۍ ژغورونکې ډلې په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د نومبر له ۲۷مې راهیسې د سوریې او روسیې د هوايي بریدونو له امله د شلو ماشومانو په ګډون ۵۶ کسان وژل شوي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د هیت تحریرالشام وسله‌والې ډلې جمعه شپه د سوریې حلب ښار نیولی او د نورو ښارونو د نیولو لپاره یې، هڅې پیل کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام