Asset 1SWN

سلام وطندار

سوریه کې کړکېچن وضعیت؛ د حکومت مخالفو حلب ښار نیولی

th

د تحریرالشام ډلې په مشري مخالفو وسله‌والو د سوریې حکومتي ځواکونو تر کنټرول لاندې سیمو کې د تېرې چهارشنبې ورځې راهیسې پرمختګ کړی او د دغه هېواد دویم لوی ښار حلب یې نیولی دی.

د حکومتي ځواکونو او مخالفو وسله‌والو ترمنځ تر اوسه په دغو شخړو کې له ۳۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سوريې ولسمشر بشارالاسد ژمنه کړې چې د روسیې او ایران په مرسته به خپل مخالف ځواکونه له‌منځه یوسي. په همدې حال کې روسیې د بشارالاسد د ملاتړي په توګه، په تېرو اتو کلونو کې د لومړي ځل لپاره حلب ښار کې د وسله‌والو پر مرکزونو بمباري کړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د بشارالاسد د حکومت د بل ملاتړي په توګه ویلي، هېواد یې د سوریې او د دغه هېواد د پوځ ملاتړ کوي.

د امریکا د ملي امنیت د شورا ویاند شان ساوت یوه بیان کې ویلي چې امریکا د سوریې د حکومت د مخالفو ځواکونو په عملیات کې هېځ رول نه‌لري، خو په وینا یې، امریکا دغه وضعیت له نږدې څاري او د سیمې له هېوادونو سره په تماس کې دی.

له دې سره د نړیوالو اړیکو یوشمېر کارپوهان د سوریې اوسني وضعیت ته په اشارې سره وایي، دغه هېواد کې رامنځته شوی کړکېچ باید دننه حل شي او هر ډول بهرنۍ مداخله به وضعیت نور هم خراب کړي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه سیال وردګ وویل: «منځني ختیځ او د سیمې په کچه تحول رامنځته شوی. حل لارې او د جګړې پای ته رسولو لپاره، حکومتونه باید ښکېلو لوریو سره کېښني او حل لار پیدا کړي، څو په سوله‌ییزه توګه د ملکیانو له وژنې مخنیوی وشي.»

د چارو یوشمېر نور کارپوهان بیا وايي، د سوریې د حکومت پر ضد څو وسله‌والې مخالفې ډلې فعالې دي او دغه حالت د یاد هېواد د داخلي کړکېچ د لاخرابېدو لامل شوی.

د نړیوالو اړیکو کارپوه محمدصیام حلیم زیاتوي چې د بشارالاسد د حکومت او د هغه د متحدینو لپاره ستونزمنه ده چې دغه وضعیت مدیریت کړي.

هغه وویل: «سوریه کې د حکومت شپږ وسله‌والې مخالفې ډلې شتون لري، په ځانګړې توګه له ۲۰۱۱کال راهیسې، فکر کوم چې د دې بحران مدیریت سوریې او ملاتړو هېوادونو ته

 یې، ستونزمن دی. روسیه اوکراین کې مصروفه ده او ایران هم د اټمي وسلو په اړه جبهو سره تحلیل کې دی.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

تحریرالشام  د القاعدې یوه څانګه وه چې یوه سیاسي او نظامي ډله ده او اعلان یې کړی چې له القاعدې سره یې، خپلې اړیکې پرې کړې دي. سوریه او سیمه کې څو ډلې د التحریرالشام ملاتړ کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام