د ميدان وردګ ولايت پوهنې رياست مسوولين وايې د مرکز میدانښار په ګډون په بیلابیلو ولسوالیو کې ۴۲ رغنیزې پروژې د ۶۸ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د یوه کال په ترڅ کې بشپړې او نن پنجشنبه، لیندۍ اتمه ګټېاخېستې ته وسپارل شوې.
د یاد ولایت د پوهني رییس مولوي محمدعثمان حریت میدانښار کې جوړې شوې یوې غونډې ته وویل، دې پروژو کې ۲۲ بابه ترميم شوي ښوونځي او ديني مدرسې د پوهنې وزارت له بودجې څخه او پاتې ۲۰ ښوونځي یې د ملګروملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) له لوري بیارغول شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي وویل، په دغو پروژو کې ښوونځي، دیني مدرسې، کتابتون او نورې بېلابېلې پروژې شاملې دي، چې په وینا یې ۳۰ ترمیماتي او ۱۲ اساسي پروژې دي.
هغه زیاته کړه، یادې پروژې د ميدان وردګو ولايت مرکز ميدانښار په شمول په ټولو ولسواليو کې پلې شوې چې لرې پرتې سيمې هم پکې شاملې دي.
نوموړي وویل، راتلونکي هم پلان لرو چې دغه ډول نوري پروژې هم د مرستندویه موسسو په مرسته په مرکز میدان ښار او یو شمېر ولسوالیو کې پلي کړو.
په ورته مهال د سیمي اوسېدونکي هم د دغه پروژو په پلي کېدو خوښ دي او وایې، د دغه ولایت په ډېرو سیمو کې لا هم یو شمیر ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي یې له پراخو ستونزو سره سره په ازاده فضا کې په لیک لوست بوخت دي.