Asset 1SWN

سلام وطندار

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د اسټانبول نړیوال نندارتون کې ګډون کړی

عزیزی-qxnowqq7exatf05yd8ebakrbeh5h433c1pznqpa748

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وايي چې د یاد وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د یوه پلاوي په مشري نن چهارشنبه، لیندۍ اوومه، د اسټانبول نړیوال نندارتون کې ګډون وکړ.

د یاد وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد سلام‌وطندار ته وايي چې دې سوداګریز نندارتون کې د نړۍ ۴۵ هېوادونه ګډون کړی او د ۴۵۰ غرفو له ډلې یې، اته یې، د افغانستان کرنیز او مالداري محصولاتو لپاره ځانګړې شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «په دې نندارتون کې ۵۴۰ غرفې د ۴۵ هېوادونو لپاره په بېلابېلو سکټورونو کې کېښودل شوي او له سلو هېوادونو ګډونوال او استازي لري. د نورالدین عزیزي سفر موخه په دې نندارتون کې ګډون او د هېوادونو د سوداګرۍ وزیرانو او استازیو کنفرانس ته بلل شوی او هېوادونو په ځانګړې توګه ترکیې سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا ده.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان زیاتوي چې دغه نندارتون به څلور ورځې «لیندۍ شپږمې تر نهمې» دوام وکړي چې ۳۰ افغان سوداګرو هم په‌کې ګډون کړی دی.

د هلال اسټانبول نړیوال نندارتون یوشمېر ګډونوال دغه نندارتون د خپلو سوداګریزو توکو لپاره بازارموندنې ته ښه فرصت بولي.

د افغانستان د غالیو ټولنې مشر نوراحمد نوري وویل: «دا په نړیواله کچه لوی نندارتون دی چې د ۱۲۰ هېوادونو وزیران او سوداګر په‌کې ګډون کوي او افغانستان غالیو ته خاص ارزښت لري، ځکه هېواد کې ۹۰سلنه غالۍ چې تولیدېږي، بهر صادرېږي او په همدې خاطر ښه پېرودونکي لري.»

د اقتصادي چارو شنونکي هم دغه نندارتون او د وزیرانو کنفرانس کې د چارواکو ګډون مهم بولي او په وینا یې، ښې پایلې به ولري. د اقتصادي چارو شنونکي ایرج فقیري وویل: «کوچنۍ سوداګري هم لرو چې هېواد کې یې، پیل کړو، ځکه د اقتصادي اړیکو پراختیا او د وخت په تېرېدو افغانستان کې د کارموندنې لامل کېږي. دا سرچشمه اخلي پر دې چې د واک خلک په ناستو او نړیوالو غونډو کې ګډون وکړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې دې نندارتون کې د افغانستان غالۍ، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې، وچه مېوه او نور توکي نندارې ته کېښودل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام