Asset 1SWN

سلام وطندار

د خوست امنیه قومنداني ته په ۷۱ميليونه افغانۍ ودانۍ جوړېږي

IMG-20241120-WA0017

خوست کې چارواکي وايي چې د ۷۱ میلیونه افغانیو په لګښت د دغه ولایت امنیه قومنداني ته د معیاري ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوې.

د امنيه قومنداني ودانۍ د جوړېدو د چارو پيل مراسمو کې د کورنيو چارو سرپرست سراج‌الدين حقاني وايي، د امنيتي ځواکونو لپاره به ټول هغه امتيازات او امکانات برابر کړي چې د هغوی روحيه پرې پياوړې کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سراج‌الدين حقاني وويل، امنيتي ځواکونو د هېوادوالو د امنيت لپاره شپه او ورځ پر ځان يوه کړې او هېواد کې يې امنیت ټينګ کړی دی.
هغه وويل: «موږ امنيتي ځواکونه ډېر د تقدير وړ دي. د دوی لپاره به هر هغه امتيازات چې د دوی روحيه ورباندې پياوړې کېږي، هغه به ورته برابروو.»
د کورنیوچارو وزارت سرپرست همداراز زیاته کړه چې اوس شرعي نظام حاکم دی او د هر چا حقوق په‌کې خوندي دي.
د خوست امنيه قومنداني لپاره نوې ودانۍ د ښار اړوند ازادي مېنه کې پر ۴۲جريبه ځمکه جوړېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د مسوولانو په وينا، ياده ودانۍ په درېوو پوړونو کې د کورنيوچارو وزارت په ۷۱ ميليونه افغانی لګښت په اساسي ډول جوړېږي چې ټولې اسانتياوې به ولري او چارې به يې په راتلونکي يونيم کال کې بشپړې شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام