Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې د کابل_ګرديز یوه برخه سړک له ۱۸کلونو وروسته بېرته پرانېستل شو

received_1292120972221817

لوګر کې د ۲۰۳ منصوري قولي اردو د څلورمې پلې لېوا چارواکي وايي، دغه سړک چې درې کېلومتره اوږدوالي لري، د تېرحکومت پرمهال د امنيتي ځواکونو له لوري تړل شوی وو او د کابل_ګردېز موټرو د تګ‌راتګ پرمخ بېرته پرانېستل شوی دی.

د ۲۰۳ منصوري قول اردو اړوند د څلورمې پلې لېوا قومندان قاري معراج‌الدین معراج پل‌علم کې جوړې شوې غونډې ته وویل: «دغه سړک کابو اتلس کاله وړاندې د جمهوريت نظام له لوري د لېوا یوه برخه ګرځېدلې وه چې د لوګر په ګډون د کابل، پکتیا او خوست ولایتونو مسافرو ته یې ستونزې جوړې کړې وې او وخت ناوخته ترافیکي پېښې هم رامنځته کېدلې چې د ولس په غوښتنه، د ولایتي ادارې د پرېکړې په اساس د ملي دفاع وزیر په سپارښتنه وروسته له اتلسو کلونو د یو میاشتني کار او هڅو پایله کې بېرته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شو.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور «دین‌پرور» د دغه سړک د بېرته پرانیستل يوه لاسته‌راوړنه وبلله او زیاته یې کړه چې ا.ا تل په دې هڅه کې دی، څو په هره برخه کې د خلکو پر وړاندې شته ستونزې حل کړي او خنډونه له‌منځه یوسي.

د پل‌علم يوه موټرچلوونکي خير محمد سلام‌‌وطندار ته وويل، دغه سړک د تېرحکومت پرمهال د امنيتي ځواکونو له لوري تړل شوی وو او د يادې لارې له تړل‌کېدو سره، د لوګر سربېره، د پکتيا، پکتيکا او خوست ولايتونو مسافرو ته د تک‌راتک پرمهال پراخې ستونزې جوړې شوې وې.

هغه زياته کړه، اوس د دغه سړک له پرانېستلو سره موټرچلوونکو ته پراخې اسانتياوې رامنځته شوې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بايد وويل شي چې د ياد سړک له تړل‌کېدو سره سم د کابل_ګردېز لویې لارې موټر د څرخ ولسوالي پر فرعي سړک تګ راتګ کاوه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام