غزه کې د اسراییلي ځواکونو د روانو بریدونو پیل راهیسې تر دې مهاله د وژل شویو سرتېرو شمېر ۷۹۹ ته لوړ شوی دی.
د اسراییلو پوځ وايي چې غزه کې د نښتو پرمهال یې یو سرتېری وژل شوی چې ورسره غزه کې د وژل شویو اسراییلي سرتېرو شمېر ۷۹۹ کسانو ته رسېدلی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د وژل شوي سرتېري عمر ۲۱کلن، روی ساسون یاد شوی دی.
غزه کې د اسراییلو له لوري له څو مودې راهیسې سخت بریدونه او کلابندي روانه ده چې د یاد ښار زرګونه کسان د خوړو، اوبو او روغتیايي خدمتونو له نشتون سره مخ دي.
د غزې په شمال کې د اسراییلو د بریدونو پرمهال اته کسان وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان دي. هوايي برید د جبالیه البلاد کې پر یوه کور شوی دی.
د غزې شمال کې پر کمال اډوان روغتون اسراییلو د روغتیايي او نورو توکو لېږد بند کړی او د یاد روغتون وروستی امبولانس یې، هم لهمنځه وړی دی.