Asset 1SWN

سلام وطندار

اسلامي امارت: د چین او روسیې پانګونې راجلبولو لپاره اسانتیاوې برابرې شوي

ARG-ارګ

سرپرست حکومت وايي چې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره ښه فرصتونه شتون لري او له همدې امله ګاونډي او د سیمې هېوادونه په ځانګړې توګه چین او روسیه لېواله دي، افغانستان کې پانګونه پراخه کړي.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې یوشمېر روسي پانګوالو یکشنبه، لړم‌۲۸ ریاست‌الوزرا له اقتصادي مرستیال سره کتنه کې ویلي، غواړي افغانستان کې د زېربناوو، صنعت، سوداګرۍ، ټرانسپورټ، کرنې، اوسپنې پټلۍ او روغتیا برخو کې پانګونه وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، دغه کتنه کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ډاډ ورکړی چې افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره ښه فرصتونه برابر شوي او اسلامي امارت له ټولو پانګوالو ملاتړ کوي.

هغه وویل: «ملا عبدالغني برادر اخند له یوشمېر روسي او افغان سوداګرو سره لیدلي، دې ناسته کې پر زېربناو پانګونه، صنعت، سوداګري، ټرانسپورټ، روغتیا، کرنې او اوسپنې پټلۍ برخه کې خبرې شوي. ملا برادر دې ناسته کې ویلي چې افغانستان اوس شتمن هېواد دی او د پانګونې ښه فرصتونه شتون لري چې له کورني او بهرنيو سوداګرو یې، غوښتنه وکړه چې افغانستان ته راشي او بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.»

په همدې حال کې د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولان د افغانستان د نفتو په استخراج کې د چینايي پانګوالو د لېوالتیا خبر ورکوي. د دغه وزارت ویاند همایون افغان سلام‌وطندار ته وویل، تازه د امو سیند حوزې له ۱۸ څاګانو څخه د نفتو د استخراج تړون له یوې چینايي کمپنۍ سره لاسلیک کړی دی.

هغه وویل: «د مو سیند نفتي حوزه چې له چینايي شرکت سره لاسلیک شوی، د اکتشاف او استخراج مرحله کې ده او ۲۴ فعالې څاګانې هلته شتون لري چې د ورځې ۱۳۵۰ ټُنه خام نفت استخراجېږي او ۲۵ څاګانې له یوه چیني شرکت سره یې، قرارداد شوی او ۱۸ نورې څاګانې استخراجي، دوه اکتشافي او ۵ نورې ترمیم دي. د دې څاګانو په استخراج سره به د ورځې له دوه تر درېوو زره ټُنه نفت استخراج شي.»

د اقتصادي چارو یوشمېر کارپوهان افغانستان کې د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو په ځانګړي ډول د چین او روسیې د پانګونې زیاتېدو هېواد کې د نورو هېوادونو د پانګوالو د هڅولو لپاره یو فرصت بولي.

د اقتصادي چارو کارپوه ایرج فقیري وویل: «د چین پانګونې د افغانستان اقتصاد لپاره دایمي مرستې کولای شي او د اوږدوالي پروګرام او پر زېربناوو پانګونې کولای شي، د کورنیو محصولاتو تشویق او افغانستان کې د مثبتو صادراتو رامنځته کېدو لامل کېدای شي او د اقتصادي رسمیت پېژندنې بڼه غوره کوي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

 که څه هم چین او روسیې، اسلامي امارت په رسمیت نه‌دی پیژندلی؛ خو په تېرو درېوو کلونو کې د ډیپلوماټیکو اړیکو د ټینګولو ترڅنګ یې سرپرست حکومت سره د سوداګرۍ او پانګونې برخو کې هم اړیکې ټینګې کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام