Asset 1SWN

سلام وطندار

امریکا د اسراییل او لبنان ترمنځ د اوربند طرحه وړاندې کړې

170753028

د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ په «مارالاګو» کې د ستراټیژیکو چارو له وزیر، ران درمر سره د لیدنې پرمهال د اسراییل او لبنان ترمنځ د اوربند وړاندیز لاسلیک کړی دی.

د اوربند لپاره د هوکړې طرحه لبنان کې د امریکا د سفیر له‌خوا د تېرې پنجشنبې پر ورځ د لبنان د پارلمان رییس نبيه بري ته هم وړاندې شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د حزب‌الله ډلې لوړپوړو چارواکو بیا ویلي چې د دغه هېواد حکومت د امریکا له‌خوا د اوربند د رامنځته کولو پر وړاندیز غور کوي.

له دې سره د ایران د مذهبي مشر سلاکار علي لاریجاني ویلي چې هېواد یې، د حزب‌الله او اسراییلو ترمنځ د اوربند د رامنځته کولو د هر ډول پرېکړې ملاتړ کوي.

د نړیوالو اړیکو یوشمېر کارپوهان منځني ختیځ کې د جګړو د پای ته رسولو په اړه د ټرمپ انتخاباتي شعارونو ته په اشارې سره وايي، د امریکا اغېزمنه مداخله کولای شي، د اسراییلو او د لبنان د حزب‌الله په ګډون سیمه کې د اوربند لامل شي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه احمد مجتبی نصرت وايي: «امریکا هلته شتون لري او اړ ده چې د اوربند لپاره هڅې وکړي. دا یو نېک اقدام دی چې د حزب‌لله او اسراییلو ترمنځ جګړه راکمه شي. د ټرمپ په راتلوسره امریکا کولای شي، دا جګړه کمه کړي.»

د راپورونو له مخې، تر اوسه د اسراييلو او د جګړې د نورو اړخونو ترمنځ د اوربند د رامنځته کولو هڅو کومه مثبته پايله نه‌ده لرلې.

د چارو یوشمېر نور کارپوهان پر دې باور دي چې د اسراییلو او حزب‌الله ترمنځ په شخړه کې د نړۍ د ځواکونو مداخله او د جګړې د ښکېلو خواوو ترمنځ د اوربند د څرنګوالي په اړه د هوکړې نشتون ښايي اوربند ته رسېدل ستونزمن کړي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه محمدصیام حلیم زیاتوي چې د ډونالډ ټرمپ له واک ته رسېدو سره به د اسراییلو په اړه د امریکا په تګ‌لاره کې کوم بدلون را نه‌شي.

هغه وویل: «تر څو چې دواړه لوري ګډو ستراتیژیکو ګټو او یا ډېر لګښت ته ونه‌رسېږي، اوربند ناشونی دی. د ټرمپ په ټاکل کېدو سره منځني ختیځ ته سوله راتلل، له انتظار لرې ده، ځکه د ټرمپ مخکینۍ دوره کې اسراییل د ټرمپ له بشپړ ملاتړ برخمن و.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د لبنان د روغتیا وزارت د شمېرو له‌مخې، د اسراییل او حزب‌الله ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې تراوسه ۳۴۴۵ کسان وژل شوي او ۱۴۵۹۹ نور ټپیان دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام