Asset 1SWN

سلام وطندار

مالیزیا: له فلسطین ملاتړ کوو او اسراییل په رسمیت نه‌پېژنوو

OIP (1)

د مالیزیا لومړی وزیر انور ابراهیم وايي چې دغه هېواد د فلسطین له خلکو ملاتړي کوي او اسراییل په رسمیت نه‌پېژني.

انور دا څرګندونې جمعه، نومبر ۱۵مه په پېرو  کې د اسیا – پسیفیک اقتصادی همکارۍ (APEC) په سرمشریزه کې د خبری کنفرانس پرمهال کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه په دغه خبري کنفرانس کې هر هغه وړاندیز  رد کړ چې د مالیزیا حکومت پلان لري، د اسراییلو پر لور خپل ډیپلوماتیک واټن بدل کړي.

د نوموړي په وینا، مالیزیا باید د اسراییلو پروړاندې خپل دریځ د عدالت موضوع په څېر وساتي.

هغه ویلي: «په نړیوال سېسټم کې یوشمېر ورته ډي‌فکټو او ډي‌جوري، وايي، په ملګروملتونو سازمان کې شتون لري، خو مالیزیا تراوسه د اسراییلو د رسمیت‌پېژندنې موضوع ردوي.»

انور ابراهیم همداراز وویل چې مالیزیا یوازینی حکومت دی چې د اسیا – پسیفیک اقتصادی همکاریو سرمشریزه کې د فلسطینیانو پر وړاندې د اسراییلو د روانو تاوتریخوالو په اړه پوښتنې ولاړې کړې.

هغه وویل: «موږ څنګه کولای شو چې د اقتصاد او ازادې سوداګرۍ په اړه خبرې وکړو، په داسې حال کې  چې د ملت حقونه ترې اخیستل شوي؟ دا د عدالت مسله ده. مالیزیا به د اړتیا په صورت کې د فلسطین له خلکو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د مالیزیا  لومړي وزیر له دې وړاندې هم په سعودي عربستان کې د عرب ټولنې او اسلامي همکاریو سازمان بېړنۍ ناسته کې د اسراییلو بریدونو ته توغند غبرګون ښودلی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام