د عربي او اسلامي هېوادونو مشرانو د سعودي عربستان پلازمېنه «ریاض» کې د عربي ټولنې او اسلامي همکاریو د سازمان په بېړنۍ غونډه کې د غزې او لبنان د شخړو پر پای ته رسولو ټینګار کړی دی.
د یادې غونډې په اعلامیه کې پر غزې د اسراییلو روان بریدونه او شتون اشغال بلل شوی او ټینګار شوی چې روان وضعیت باید پای ته ورسېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
غزه کې د حماس او اسراییلو ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې تراوسه څه باندې ۱۴۶زره فلسطینیانو ته مرګژوبله اوښتې.
د راپورونو لهمخې، د روانې اوونۍ له یکشنبې شپې راهیسې د بریدونو پرمهال ۳۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او لسګونه نور ټپیان شوي.
په همدې حال د چارو یوشمېر کارپوهان د منځني خیتځ د کړکېچ په اړه د اسلامي هېوادونو د مشرانو پر اوسني دریځ نیوکه کوي او وایي، د جګړې د پای ته رسولو لپاره د دغو مشرانو د پرېکنده ارادې نشتوالي له امله د دوی څرګندونې منځني ختیځ کې وضعیت نهشي بدلولی.
د نړیوالو اړیکو کارپوه ولي فروزان وویل: «د اسلامي هېوادونو مشران چې کومې خبرې کوي، دا د خپلو خلکو او رسنیو افکارو لپاره دي او کله یې چې پالیسو ته ګورو، نو لوېدیځ او امریکا سره همغږي دي.»
اجمل زرمتی هم وايي: «د خواشینۍ ځای دی چې د څه باندې یوه کال په تېرېدو او څه باندې ۵۰زره کسانو وژلو او همداراز ټپیانو وروسته، اوس د اسلامي هېوادونو مشران راټولېږي او د جګړې دوام غندي.»
د یادو کارپوهانو په باور، د اسلامي هېوادونو د مشرانو ترمنځ په منځني ختیځ کې د شخړو د پای ته رسولو لپاره د جدي ارادې نشتوالی او ځینې نور سیاسي او غیر سیاسي عوامل لامل شوي چې دغه هېوادونه ونه توانیږي چې د غزې جګړې د ختمولو او سیمه کې د اسراییلو د نورو تحرکاتو په مخنیوي کې د پاو وړ رول ولوبوي.
دوی زیاتوي چې غزه او د منځني ختیځ په نورو برخو کې د شخړو پایته رسول، یولړ ډیپلوماټیکو او اقتصادي فشارونو ته اړتیا لري.
د پوهنتون استاد محمدحلیم صیام وویل: «د جګړې پای ته رسولو لپاره د اسلامي هېوادونو له لوري د فشار ډېرې لارې شتون لري، لکه اقتصادي یا د نفتو پر لیږد بندیزونه، ډيپلوماټیکو اړیکو پرېکول او یا هم نړیواله ټولنه کې د جګړې پای ته رسولو لپاره ابتکارات، خو له دې مواردو استفاده تراوسه محدوده وه او هېوادونو د خپلو ګټو او اقتصادي تړاو له امله له دې استفاده نهده کړې.»
غزه کې د اوربند د ټینګښت لپاره له پراخو هڅو او له روانو شخړو سره د نړیوالو له مخالفتونو سره سره، نهیوازې د حماس او اسراییلو ترمنځ جګړه پایته نهده رسېدلې؛ بلکې د دغې جګړې لمن لبنان ته هم پراخه شوې ده.