Asset 1SWN

سلام وطندار

لبنان کې د بریدونو پرمهال ۵۲ کسان مړه او ۱۶۱ ټپیان شوي

240923-lebanon-mb-1038-381993

لبنان کې د اسراییلو د هوايي او ځمکنیو عملیاتو په لړ کې د تېرې یوې شپې او ورځې پرمهال ۵۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د راپورونو له مخې، بریدونه ډېری د لبنان پلازمېنې بېروت سوېل او د دغه هېواد کې شمال کې شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نښتو په دې لړ کې نن جمعه، نومبر اتمه له لبنان پر اسراییلو ګڼ توغندي هم توغول شوي دي.

د اسراییلو پوځ وايي، له لبنان د توغندیزو بریدونو له امله ګڼو ښارونو کې د خطر زنګ وهل شوی، خو د تلفاتو په اړه یې، څه نه‌دي ویلي.

د لبنان روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د اسراییلو د بریدونو پیل راهیسې دغه هېواد کې ۳۱۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په وژل شویو کې ۶۰۰ مېرمنې او ۲۰۰ ماشومان شامل دي. زرګونه نور بیا ټپیان شوي دي.

تېره ورځ د لبنان سیډن ښار کې د اسراییلي ځواکونو له چک‌پوینټ  پر یوه موټر د ډرون برید پرمهال درې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دې برید کې د مالیزیا هېواد اړوند سوله‌ساتي ځواکونه هم ټپیان شوي چې غبرګونونو سره مخ شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام