د ۱۳ کسیزې کورنۍ سرپرست سردارمحمد د زابل د شملزو ولسوالي پخواني بازار کې د دوکان له ورځنۍ ګټېوټې د کور اړتیاوې پوره کولې، خو د تېرو جګړو پرمهال يې هټۍ په بشپړ ډول ورانه او کابو یو میلیون افغانۍ زیان وراوښتی دی.
هغه چې یو ځل بیا د شملزو ولسوالي نوي بازار کې د هټۍ پر جوړولو بوخت دی، سلاموطندار ته وايي: «زما د کورنۍ غړي ۱۳ تنه دي، زما پخوا په همدې دکان د خپل کور مصارف پوره کول ، د کان مي له منځه ولاړ هرڅه مي تبا شوه ، اوس دا دی بیاځلي يې له خټو ځانته نوي ابادۍ جوړو، هغه وخت ماته کابو یو میلیون زیان ورسېد.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د سردارمحمد په څېر لسګونه نورو هټۍوالو هم د شملزو ولسوالي پخواني بازار کې هټۍ او نورې شتمنۍ له لاسه ورکړي چې دامهال سختو اقتصادي ستونزو او بد وضعیت سره مخ دي.
دوی چې د شملزو نوي بازار کې په شخصي لګښت د نویو هټیو پر جوړولو بوخت دي، هیله لري چې د دې بازار پر جوړېدو سره به یې، د ژوند ستونزې یو څه راکمې او حل شي.
د شملزو ولسوالي اوسېدونکي محمدامین وویل: «پخوا دلته نږدې زموږ جوړ بازار وو خو تیرو جګړو په ټول له منځه ولاړ، اوس حکومت د نوي پازار ځای راکړی موږ له خټو ځانونو ته نوي هټۍ جوړو، هرڅه له سره جوړو، موږ له ډیرو ستونرو سره مخ یو خو د دې بازار په جوړیدو سره به زموږ ستونزي یو څه حل شي.»
د یادې ولسوالي یوه بل اوسېدونکي نبيګل سلاموطندار ته وویل: «پخوا موږ دلته دکانونه جوړ کړي و، هغه په تیرو جګړو له منځ لاړل، اوس مو بیرته کار له سره پیل کړی.»
د زابل د شملزو ولسوالي مسوولان بیا وايي، هڅه کوي چې د خلکو د ورځنیو اړتیاوو او ورته د کاري بوختیاوو برابرولو په موخه دغه بازار ته د سړکونو، کانالونو او نورو اړینو تاسیساتو لپاره هم زمینه برابره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د زابل د شلمزو ولسوالي ترڅنګ، د دغه ولایت نورو سیمو او ولسوالیو کې هم تیرو جګړو خلکو ته په پراخه کچه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.