Asset 1SWN

سلام وطندار

کارپوهان: د امریکا د ټاکنو پایلې به د نړۍ پر اوسني وضعیت اغېز ونه‌لري

75914685007-usatsi-23167066

په داسې حال کې چې د امریکا د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزې ټاکنې د جمهوري غوښتونکو ګوند د نوماند ډونالډ ټرمپ او د ډیموکراټ ګوند د نوماندې کاملا هرېس ترمنځ روانې دي، یوشمېر کارپوهان وايي، د ټاکنو پایلې به د نړۍ پر اوسني وضعیت بنسټیز اغېز ونه‌لري.

د کارپوهانو په باور که ټاکنې د ډیموکراټ ګوند نومانده کاملا هرېس وګټي، د دغه هېواد اوسنی بهرنی سیاست به دوام وکړي، خو په خبره يې، که ټرمپ ټاکنو  کې بریالی شي، نو د نړۍ پر ځینو مسایلو به يې سیاست اغېز ولري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کارپوهانو په اند، د ټرمپ په بریالي‌کېدو سره، ښايي له اسراییلو څخه د ډونالډ ټرمپ ملاتړ له امله غزه کې جکړه لا زور واخلي، خو د روسيې په اړه د نوموړي د نرم دریځ له کبله به د اوکراین د جګړې پای ته رسېدو لپاره خبرو ته زمینه برابره شي.

د نړیوالو اړیکو ولي فروزان وویل: «زما په اند د ټرمپ تر نظر لاندې فلسطین کې به تاوتریخوالی زیات شي او ظلم به ډېر شي، ځکه ټرمپ د جوباید په پرله د اسراییلو ملاتړی دی، ځکه د اسراییلو پلازمېنه اورشلم همدې ټرمپ جوړ کړ.»

د نړیوالو اړیکو کارپوه ولي فروزان ټینګار کوي چې د امریکا په بهرنۍ تګلارې کې به ډېر بدلون هم رانه‌شي، خو زیاتوي، که ټرمپ واک ته ورسېد، ښايي یوه اندازه اقتصادي فشارونه پر افغانستان راولي.

هغه وویل: «د افغانستان په اړه فکر کوم کوم بدلون به رانه‌شي، ښايي ځینې کوچني بدلونونه راشي، ممکن هغه پیسې چې د ملګروملتونوله لوري افغانستان ته راځي، امریکا په بندیزونه ولګوي، ځکه ټرمپ یو سوداګر دی او د پیسو مسایلو روته اهمیت لري.»

سرپرست حکومت تمه لري چې د افغانستان په اړه باید د امریکا نظر رښتینی وي. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت رسنیو ته ویلي: «اسلامي امارت د امریکا په ګډون ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي، موږ ته دا مهمه ده، هغه کسان چې واک ته رسېږي، افغانستان پروړاندې رښتینی سیاست ولوبوي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

باید وویل شي چې د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال د امریکا د ولسمشرۍ د نوماندانو شعارونه تر ډېره د روسیې او اوکراین، د اسرائیلو او غزې ترمنځ جګړې او له افغانستانه د امریکا د وتلو په څېر موضوعاتو متمرکز وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام