Asset 1SWN

سلام وطندار

شمالي‌کوریا لنډواټن وېشتونکی بالېستیک توغندی ازمویلی

17f7aebd-856e-41a0-ae60-11ba1185de94_w1200_r1

شمالي‌کوریا د کوریا ټاپووزمې ختیځ ساحل ته د سمندر پر لور د لنډ واټن وېشتونکي بالیستیک توغندي ازموینه کړې.

د سوېلي‌کوریا پوځ وايي چې شمالي‌کوریا دغه توغندي د پلازمېنې پیونګ‌‌یانګ له سوېل سرېون سیمې څخه توغولي او ۴۰۰ کیلومټره په واټن مزل یې، کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د جاپان حکومت هم د بالیستیک توغندي دغه ازموینه تایید کړې او د جاپان ساحلي ساتونکو راپور ورکړی چې یو توغندی په سمندر کې په هغه سیمه کې غورځېدلی چې د هېواد سمندري ځانګړي اقتصادی زون څخه بهر و.

د سوېلي‌کوریا د ملي دفاع وزیر کېم‌یونګ هېون په دې وروستیو کې خبرداری ورکړی چې شمالي‌کوریا د امریکا ولسمشریزو ټاکنو درشل کې خپل پوځي تمرینات زیات کړي دي.

د نوموړي په وینا، پیونګ‌یانګ دغه کار د امریکا د پام جلبولو لپاره کوي.

شمالي‌کوریا تېره اوونۍ د دغه هېواد ختیځ ساحل پر لور د لرې واټن وېشتونکي بالیستیک توغندي (ICBM) ازموینه وکړه.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د شمالی‌کوریا دولتي خبري اژانس ویلي و چې د اکتوبر پر ۳۱مه دا ازموینه د هواسونګ-۱۹ ای‌سي‌بي‌اېم ازموینه وه او نوی توغندی یې “د نړۍ تر ټولو پیاوړی ای‌سي‌‌بي‌‌اېم” توغندی وباله.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام