Asset 1SWN

سلام وطندار

 غزني کې راتلونکې ته د ځوانانو اندېښنې؛ «که واسطه ونه‌لرې ګومارنه نا‌شونې ده»

غزني-وزګارتیا، بې‌وزلي

غزني کې له پوهنتون یوشمېر فارغ شوي ځوانان، وايي چې وزګارتیا او دوی ته د کاري فرصتونو نشتون له امله خپلې راتلونکې ته اندېښمن کړي دي.

د یاد ولایت اوسېدونکی محدعارف سلام‌وطندار ته وايي چې د کاري فرصتونو نشتون خپلې راتلونکې ته اندېښمن کړی دی. «د مناسب شغل نه‌پیدا کېدل او وزګارتیا د ځوانانو د استعدادونو د تدریجي مړینې لامل کېږي؛ د کار نشتون لامل کېږي چې ځوانان د خلاف کارونو ته مخه کړي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد ولایت یوه بل اوسېدونکې حماسه وايي چې د وړتیا پر بنسټ پر دنده ګومارنه نشته چې له امله یې، مسلکي او تجربه‌لرونکي کسان اداور ته نه‌جذبېږي. «واسطه یوه بله ستونزه؛ ځکه څو چې یوه اداره کې واسطه ونه‌لرې، که استعداد هم وي، ګومارنه نا‌شونې ده او د ادارو مسوولانو هم د خپلې خوښې چلند کوي او دا د اندېښنې وړ ده.»

د غزني اوسېدونکي عزت‌الله وویل: «د کاري زمینې نشتون او له ځوانانو نه ملاتړ، لامل کېږي چې ډېری ځوانان کډوالۍ ته اړ شي چې د ځان په بیه یې، تمامېږي؛ د تحصیلي رشتې ټاکنه د دندې موندلو کې مستقیمه اغېز لري.»

ریحانه چې د غزني د مُقر ولسوالي اوسېدونکې ده، وايي، د وزګارتیا له امله د دغه ولایت ډېری ځوانان پر رواني ناروغیو اخته شوي دي. «د رشتې خلاف کار او ادارو کې د سواد ټیټه کچه د ځوانانو لویې ستونزې دي؛ د کار نشتون د انګېزې کمښت لامل کېږي او ځوانان له ژوند زړه توري کوي.»

دغه ځوانان له سرپرست حکومت غواړي چې د ځوانانو له ظرفیتونو په څخه په استفادې، دوی ته د کارکولو زمینه برابره کړي.

د اقتصادي چارو کارپوه مومن مبارز وايي چې له پوهنتون فارغو ځوانانو ته د کاري فرصتونو نشتون د تنګسیې او اقتصادي ستونزو لامل کېږي. «دولت باید له خصوصي سکټور او کوچنیو کاروبارونو چې د دندو د پیداکېدو لامل کېږي، ملاتړ وکړي او دوی ته اړین امکانات برابر کړي؛ مالیه کمه کړي؛ پور ورکړه اسانه کړي او د هڅونو سیاستونو له لارې مالي مرستې رامنځته کړي.»

د غزني د ځوانانو امر سیدجلال زاهد سلام‌وطندار ته وايي چې یوشمېر ځوانان بېلابېلو بنسټونو ته ورپېژندل شوي او هڅې روان دي، څو ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي.

هغې وویل: «د ځوانانو استعدادونو غوړولو او ودې لپاره هڅې روانې دي چې مرکز او ولسوالي کې دي، څو دوی مهارتونه زده‌کړي او له لوړو زده‌کړو وروسته وکولای شي، ادارو کې جذب شي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

غزني کې له پوهنتون فارغ  ځوانان داسې مهال د دندو له نشتون شکایت لري چې له دې وړاندې د تېرو درېوو کلونو پرمهال د سرپرست حکومت په وار وار ویلي، هڅه کوي، څو هېواد کې لوستو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام