Asset 1SWN

سلام وطندار

پر ایران د اسراییلو برید؛ د الوتنو بهیر بېرته عادي حالت ته راګرځېدلی

1727811301187

پر ایران د اسراییلو له هوايي برید وروسته د دغه هېواد چارواکي وايي چې د الوتنو بهیر بېرته عادي حالت ته ګرځېدلی دی.

د ایران د هوايي چلند ادارې CAO ویاند جعفز یازارلو دولتي رسنیو ته ویلي چې الوتنې نن سهار ۹ بجې بېرته عادي حالت ته ګرځېدلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د چارواکو په وینا، تهران کې د خمیني نړیوال هوايي ډګر او نه هم د دغه هېواد نور هوايي ډګرونه د اسراییلو په بریدونو کې په نښه شوي دي.

اسراییلو ویلي چې بېګاه شپه یې، تهران او دوو نورو سیمو کې د ایران پوځي مرکزونه په نښه کړي دي. د اسراییلو پوځ وايي چې تهران، خوزستان او ایلام کې یې، د ایران ۲۰ پوځي مرکزونه په نښه کړي.

ایران هم منلې چې اسراییلو د دوی پر پوځي مرکزونو بریدونه کړي، خو وايي، زیان یې کم دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

مالیزیا، سعودي عربستان او مالیزیا هغه لومړي هېوادونه دي چې پر ایران د اسراییلو برید ته یې، غبرګون ښودلی او هغه یې، غندلی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام