Asset 1SWN

سلام وطندار

غزه کې اسراییلو د ۱۳ کسیزې کورنۍ په ګډون ۳۸ کسان وژلي

غزه

روغتیايي سرچینې وايي چې د غزې په خان یونس کې د اسراییلو له لوري د مرګونو بریدونو له امله ۳۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه کسان پر هستوګنیزو کورونو د اسراییلو د بریدونو له امله مړه شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سرچینو په وینا، یوازې ۱۴ ماشومانو د اسراییلو له لوري د وېشتل شویو توغندیو د لوګیو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی.

په مړو شویو کې د یوې کورنۍ ۱۳ غړي هم شامل دي چې دې بریدونو کې مړه شوي دي.

خان یونس کې د اسراییلو له لوري پراخې ویجاړۍ روانې دي او د یادې سیمې اوسېدونکو رسنیو ته ویلي چې اسراییلي ځواکونو وړاندې له دې چې دې سیمه باندې برید وکړي، د وتلو په تړاو خبرداری نه‌و ورکړی.

د غزې شمال کې د اسراییلو د روانو ځمکنیو عملیاتو په لړ کې پر کمال عدوان روغتون یرغل کړی او ګڼ‌شمېر کسان یې، نیولي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د راپورونو له مخې، اسراییلو د یاد روغتون ډېری ناروغان او ټپیان له روغتونه وتلو ته اړ کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام