Asset 1SWN

سلام وطندار

د اسراییلو ۱۰ سرتیري وژل شوي او ۲۴ ټپیان دي

download

د حزب‌الله ډلې په توغندیزو بریدونو کې د اسراییلو ۱۰ سرتېري وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان دي.

دغه سرتيري د لبنان سوېل کې وژل شوي او د ټپیانو له ډلې د څلورو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د تېرو ۲۴ ساعتونو پرمهال پنځه سرتېري د لبنان سوېل کې وژل شوي او پنځه نور چې ځای یې، نه‌‌دی په ډاګه شوی، د حزب‌الله ډلې په بریدونو کې وژل شوي دي.

د یادو سرتېرو د وژنې پخلی نن سهار د اسراییلو پوځ کړی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له هغه وخت راهیسې چې اسراییلو پر لبنان بریدونه پیل کړي، دغه هېواد کې د اسراییلو د وژل شویو سرتېرو شمېر ۳۲ ته رسېدلی دی. یوشمېر نور سرتېري بیا ټپیان شوي هم دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام