پر غزې او لبنان د اسراییلو د هوايي او ځمکو بریدونو له دوام سره هممهاله، د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکین تېر یوه کال کې د جګړې پیل راهیسې منځني ختیځ ته خپل ۱۱م سفر پیل کړی.
هغه غزه کې د اوربند په اړه د خبرو بیا پیلولو په موخه اسراییل ته تللی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د امریکا بهرنیو چارو وزیر به منځني ختیځ ته د دغه سفر پرمهال اردن او قطر ته هم لاړ شي.
دغه سفر داسې مهال ترسره کیږي چې د لبنان پر پلازمینه بیروت د اسراییل وروستي برید کې ۴ کسان وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان دي.
ورته وخت کې د لبنان حزبالله ویلي د اسراییل د سمندي اطلاعاتي مرکز په شمول یې دغه هېواد کې مشخص اهداف په نښه کړي.
خو د نړیوالو چارو کارپوهان وايي، امریکا تېر یوه کال کې پر غزې او لبنان د اسراییلو له ځمکنیو او هوايي بریدونو څخه ملاتړ کړی دی.
د نړیوالو چارو شنونکي احمد مجتبی نصرت وویل، منځني ختیځ کې د جګړې پایته رسولو په موخه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سفر تر ډېر تبلیغاتي بڼه لري. «لوېدیځ او اروپايي هېوادونه اوربند یادوي، دا د دوی تبلیغاتي موضوع ده. همدا امریکا ده چې له عربي هېوادونو چې هلته یې، اډې دي، غواړي چې له اسراییلو ملاتړ وکړي. ځینې وخت پوځي تجهیزات ورکوي.»
د چارو یوشمېر نور کارپوهان تېر یوه کال کې د انټوني بلینکین سفرونو ته په اشارې وايي، نه یوازې دا چې د اوربند ټینګښت لپاره د امریکا هڅو پایله نه ده ورکړې، ورسره نښتې نورې هم ډېرې شوي دي.
د نړیوالو چارو کارپوه عزیز معارج وویل، امریکا د داسې اوربند ټینګولو هڅه کې دی چې په کې د واشګنټن او اسراییل ګټې تامین شي. «د منځني ختیځ جګړه د ختیځ او لوېدیځ بلاک ترمنځ ده. امریکا اوربند لپاره هڅې کوي، د دوی او اسراییلو په ګټه ده. دا د فلسطین، حماس او لبنان او شرق بلاک په ګټه نهه.»
د امریکا بهرنیو چارو وزیر داسې مهال د اوربند ټینګښت په موخه منځني ختیځ ته سفر کوي چې اسراییل د ایران توغنديز برید ته د ځواب ویلو لپاره چمتوالی نیسي.
د یادونې ده چې د اسراییل او حماس تر منځ د جګړې پیل راهیسې، غزه کې د اسراییل بریدونو پرمهال څه باندې ۴۲ زره کسان وژل شوي او لبنان کې هم د وژل شویو شمېر تر ۲ زره لوړ شوی دی.