Asset 1SWN

سرپرست حکومت غور کې د داعش پټن‌ځای له‌منځه وړی

Mujahid 4

د سرپرست حکومت مرکزي ویاند پر خپله اېکس‌پانه لیکلي چې امنیتي ځواکونو «یکشبنه شپه» د غور «مارکو» سیمه کې د داعش پر پټنځای عملیات کړی دی.

ذبېح‌الله مجاهد لیکلي چې دغو عملیاتو کې د داعش ډلې د یوه مشر په ګډون دوه داعشیان وژل شوي او یوشمېر نور نیول شوي دي. د نوموړي په وینا، نیول شویو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغه په وينا، دغو کسانو د روان کال سنبلې مياشت کې د دایکندي په سنګ‌تخت او بندر ولسوالي کې پر يوشمېر ملکي وګړو د برید مسووليت منلی وو او همدارنګه یې غور، کابل او باميان کې هم ځینو نورو بريدونو کې لاس درلود.

هغه پراېکس‌پاڼه لیکلي: «دا هماغه ډله وه چې د ربیع‌الاول په نهمه کې یې، د غور مرکز کې پر ولسي وګړو برید کړی وو، د عملیاتو په پایله کې د دغې ډلې یوشمېر غړي ونیول شول او په‌خپل جرم يې اعتراف هم وکړ. د یکشنبې په ورځ د غور د مرکز په مارکو سیمه کې د دوی پر یوه پټنځای عملیات ترسره شول چې په پایله کې یې د دغې ډلې مشر او یو بل مهم غړی ووژل شول.»

مجاهد زیاته کړې چې د داعش دغه ډله په مستقيم ډول په بلوچستان کې د داعش له مرکزونو څخه رهبري کېده.

له دې سره، د پوځي او سیاسي چارو یوشمېر کارپوهان د سرپرست حکومت له‌خوا د داعش ډلې د ځینو پټنځایونو له‌منځه‌وړل، یوه ستره لاسته‌راوړنه بولي او زیاتوي چې دا اقدام سرپرست حکومت ته اعتبار ورکوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پوځي چارو کارپوه عزیز ستانکزی وايي: «ګواښ چې هر چېرته اړتیا ده چې مبارزه ورسره وشي او له‌منځه لاړ شي او دا چې د داعش غړي نیول شوي او له‌منځه وړل شوي دا لاسته‌راوړنه ده. اوسنیو شرایطو کې دې برخه کې مبارزه سیاسي ګټې لري او هېوادونو ترمنځ اړیکې پیاوړې کوي.»

د روان کال د سنبلې په ۲۳مه داعش ډلې د غور او دایکندي ولایتونو ترمنځ د «قري‌دیوال» کلي کې لږ ترلوه ۱۴ کسان ووژل او یوشمېر نور یې ټپیان کړي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام