Asset 1SWN

خپلو کې وادونه؛ «خاله‌زوی سره د واده له امله مې ماشوم د زړه سوري ناروغي لري»

سوراخ-قلب-qvotvoe71xa5mwmjbnn4yu8pgscs9zb7agcolv0j2g

افغانستان کې د خپلوانو ترمنځ وادونه د کورنیو جوړښتونو له امله دود او پراخ دي؛ خو دغه وادونه جینیتکي ناروغۍ له ځان سره لري چې د سختو ناروغیو او د اولادونو روغتیا ګواښلی شي.

سلام‌وطندار په دغه راپور کې له لسو هغو مېرمنو او خاوندانو سره مرکې کړي چې په خپلو کې یې، وادونه کړې دي. د یادو کسانو له ډلې اووه جوړې وايي، له واده وروسته یې، اولادونو کې جینیتکي ناروغۍ پیدا شوي دي. فلج، عصبي او نورې ناروغۍ هغه څه دي چې ماشومان ورسره مخ دي.

بي‌بي‌‌حوا چې ۲۵ کاله وړاندې یې، د خاله‌ له زوی سره واده کړی او دوه لورګانې او یو زوی لري، وايي، دوه اولادونه یې، په خپلو کې د واده له امله پر جینیتکي ناروغۍ اخته شوي دي. «یوه لور او یو زوی مې ناروغ دي. لور مې دوه کلنه ده، زړه یې، سوری دی او خوارځواکي هم لري او زوی مې درې کلن دی، خپګان لري؛ چې زورېږي، له پوزې یې، وینه راځي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ضیا چې  ۶۳کاله وړاندې د خپلې خاله لور سره واده کړی او اوس اته اولادونه لري، وايي، دوه اولادونه یې، عصبي او مغزي ناروغي لري او د وخت په تېرېدو سره یې، وضعیت نور هم خراب شوی دی.

هغه وویل: «اولادونه مې سالم دي؛ یوازې دوه یې، تکلیف لري. اول ښه و منظم و، وروسته نه‌پوهېدو بیا مو ډاکټر ته بوتلل، وویل چې مغزي تکلیف لري؛ تکلیف یې، له پخوا و، ځکه د خاله‌ زوی سره مې واده کړی. ډېره درملنه مې ورته کړې، خو ستونزه یې، ډېره ده. څو ډاکټرانو ته مې بوتلل، وویل چې عمر یې، زیات دی او ۹۵سلنه د جراحي خطر لري.»

هغه وویل چې اقتصادي ستونزې، د مالي امکاناتو نشتون او لوړ لګښت، د دوی ستونزې لا ډېرې کړې دي. «اقتصادي شرایط مو خراب دي؛ لګښتونه لوړ دي؛ یوازې درمل او میاشتنۍ درملنه یې، له ۵۰۰۰ تر ۶۰۰۰ افغانۍ دي.»

مروه هم د خپل اکا زوی سره واده کړی. دا وايي، پنځه لورګانې لري او ټول زامن یې، د زېږون پرمهال له لاسه ورکړي دي. بې‌سوادي او د عامه‌پوهاوي نشتون او له واده وړاندې د معاینې نه‌کول، لامل شوي چې اوس هغه له واده پېښمانه شي.

هغې وویل: «هغه وخت ټول بې‌سواده و؛ نه زه او نه هم خاوند مې هېڅ نه‌پوهېدو؛ معاینه مو ونه‌کړه؛ اوس چې دا وضعیت وینک، وايي، کاش چې اوس څومره پوهېدم، هغه وخت مو لږ معلومات درلودای، اوس پېښمانه یم، ځکه موږ او اولادونو ته مو ګرانه ده.»

سلام‌وطندار سره په مرکه کې لسو هغو جوړو چې خپلو کې یې، ودونه کړي، درې جوړې وايي، ماشومان یې له فزیکي او ذهني پلوه روغ دي. راحیله یوه له هغو ښځو څخه ده چې د خپل تره‌زوی سره یې واده کړی دی. هغه وايي چې ټول ماشومان يې، له جسمي او روحي پلوه روغ دي او هيڅ ډول جنیتکي ناروغي نه‌لري.

هغې وویل: «زموږ کورنیو کې چې چا خپلو سره واده کړی، هرومرو یې، یو اولاد فلج و؛ خو له نېکه‌مرغه او د خدای شکر دی چې زما اولادونه جوړ دي.»

د نسايي-ولادي ناروغیو متخصصان وايي چې د دوی ۱۰سلنه ناروغان د ودونو له امله رامنځته شوي جنیتیکي ناروغي لري چې ماشومانو کې د چلند ستونزې، د بدن نه‌وده او عصبي ستونزې دي.

د نسايي-ولادي برخې متخصسه سونیتا بهرام وايي: «کوم ناروغان چې راځي، لس سلنه یې، جینیتکي ناروغي لري، بېلګې په توګه جنیتکي ناروغي خپلو کې د وادونو له امله رامنځته کېږي او ماشومان چې پیدا کېږي؛ بېلابېلې ستونزې لري چې اورېدو کې ستونزه، د شپې له‌خوا دید کې ستونزه او داون سندروم دی.»

یوشمېر نورې ډاکټرانې بیا له واده وړاندې د معاینو پر اهمیت ټينګار کوي. دوی وايي چې د ماشومانو ترمنځ ستونزې خپلو کې واده او د عامه پوهاوي نشتون له امله رامنځته کېږي.

عاقله مرادي، د نسايي -ولادي ناروغيو متخصصه وايي: «خپلو کې له واده مخکې عامه پوهاوی او معاينات ډېر اهميت لري. دا ډول ودونه د جنیټیک ناروغیو او میراثي اختلالاتو لېږد په ګډون خطرونه لري. جینیتکې مشورې او طبي معایناتو په کولو سره، جوړه کولای شي، د دوی روغتیا او د دوی راتلونکو ماشومانو روغتیا تضمین کړي.»

د ټولنیزو چارو کارپوهانو په وینا، په خپلو کې وادونه په ټولنه کې د نابرابرۍ او د تنوع د کمښت لامل کېږي. د ټولنیزو چارو کارپوهه تهمینه منګل وايي: «د افغانستان په څېر په دوديزه ټولنه کې خپلو کې ودونو ته ډېر په ښه سترګه کتل کېږي او خپلو کې ودونه ښايي، کورنۍ او قومي کورنۍ اړيکې ټينګې کړي. خو بل‌خوا، دا کولای شي، د جینیتکي تنوع محدودیت، د میراثي ناروغیو احتمال زیات کړي، ټولنیزې ستونزې، کلتوري او ټولنیز فشارونه؛ همدارنګه، دا ډول ودونه کولی شي د کلتوري نابرابرۍ لامل شي او کلتوري تنوع کمه کړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل بیا سلام‌وطندار ته وايي چې دغه ولایت د خپلوانو ترمنځ د وادونو له امله پر ناروغیو د اخته ماشومانو کره شمېر نه‌لري.

د جنیتیکي ناروغيو په اړه د پوهاوي نشتوالى د کورنيو ترمنځ د ډېرو ناروغيو او ننګونو لامل شوى چې د عامه پوهاوي زياتوالى او له واده مخکې د جنيتيکي مشورو ورکول، د دا ډول ودونو له امله د رامنځته شويو ستونزو مخه نيسي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام