Asset 1SWN

سلام وطندار

له ۲۰۲۱کال راهیسې ۱.۶ میلیونه افغانان ایران او پاکستان ته کډوال شوي

کډوالي۱

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنري وایي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې شاوخوا ۱.۶ میلیونه افغانان دوو ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان ته کډوال شوي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنري د ۲۰۲۴ کال د لومړیو شپږو میاشتو راپور کې ویلي، دغه موده کې څه باندې ۱۵۶زره افغانان له پاکستان څخه بېرته هېواد ته راستانه شوي چې سرپناه، خوړو او نورو مرستو ته اړتیا لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

راپور کې همداراز راغلي چې د کډوالو د کوربه هېوادونو ایران او پاکستان د ملاتړ او کډوالو او بې‌ځایه شویو افغانانو سره د مرستې لپاره ۶۲۰ اعشاریه ۴ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري چې تر دامهاله یې، یوازې ۲۵سلنه بودیجه برابره شوې.

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د عالي کمېشنري د راپور له مخې، افغانان سږکال نړۍ کې د کډوالو په شمېر کې د سوریې له کډوالو مخکې شوي او لومړی ځای یي خپل کړی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې هم نړیوالو بنسټونو افغانستان ته د افغانانو پر بېرته ورستنېدو اندېښنه ښودلې وه او ویلي وو چې بېرته ستانه شوي، افغانان خوړو، سرپناه، روغتیايي او نورو خدمتونو ته اړتیا لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام