Asset 1SWN

سلام وطندار

پکتیا کې په څه باندې ۴ میلیونه افغانۍ د رغنیزو پروژو چارې پیل شوې

eccae1a0-48d4-40ca-9d88-ceb7f7cec3c3

د پکتیا محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د شاوخوا څلورنيم ميليونه افغانيو په لګښت د دوه کانالونو، دوه سربندونو او محافظوي ديوالونو د جوړېدو چارې پيل شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پکتيا کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست څخه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې په سيدکرم او شواک ولسواليو کې د ۴٫۵ ميليونه افغانيو په لګښت د کانالونو او محافظوي ديوالونو جوړېدو چارې پيل شوې.

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې په شواک ولسوالي کې د ۱۵ متره په اوږدوالي يو سربند، د ۲۳ متره په اوږدوالي کانال او د ۲۳ په اوږدوالي محافظوي ديوال جوړېږي.

د خبرپاڼې له مخې، په سيدکرم ولسوالي کې به د ۱۳ متره سربند، د ۲۴ متره په اوږدوالي محافظوي ديوال او د ۱۰ مترو په اوږدوالي يو کانال جوړ شي.

خبرپاڼه کې کاږي چې يادې پروژې د ملګروملتونو د پرمختيايي پروګرام په مالي ملاتړ او د پاملرنې موسسې په تخنيکي همکاري جوړېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادو پروژو چارې به په راتلونکې يوه نيمه مياشت کې بشپړې شي چې تر ډېره به بزګرانو ته ځمکو خړوبولو برخه کې اسانتياوې رامنځته کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام