Asset 1SWN

حزب‌الله پر اسراییلو ۵۰ توغندي وېشتلي

240923-lebanon-mb-1038-381993

د لبنان حزب‌الله ډله وايي چې د اسراییلو پر بېلابېلو ښارونو یې، د توغندیو بریدونه کړي دي.

یادې ډلې پر خپله ټولنیزه پاڼه نن چهارشنبه، اکتوبر ۱۶مه یوه پوسټ کې ویلي چې بېګاه شپه ناوخته یې، د اسراییلو له لوري پر اشغال شوي صفاد او شمال کې پر دالتون، دېشون او یفتاح سیمو کې ۵۰ توغندي توغولي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادې ډلې همداراز ویلي چې دې توغندیزو بریدونو کې یې، د اسراییلو توپ‌خانې هم په نښه کړي دي.

بل‌خوا د اسراییلو پوځ وايي چې له لبنان ورتوغول شوي توغندي یې، شنډ کړي دي. د اسراییلو پوځ زیاتوي چې دغه ۵۰ توغندي له لبنان د اسراییلو پر شمالي سیمو ورتوغول شوي دي.

د یادو توغندیو له امله د اوښتې مرګ‌ژوبلې او زیانونو په اړه تراوسه څه نه‌‌دي ویل شوي

په ورته مهال لبنان کې د حزب‌الله ډلې له‌منځه وړو لپاره د اسراییلو هوايي او ځمکني بریدونه روان دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

الجزیرې د اسراییلو د پوځ له قوله یوه راپور کې ویلي چې یوازې د تېرو ۳۶ ساعتونو پرمهال د حز‌ب‌الله پر ۱۴۶ هدفونو ۳۴۰ د توپ‌خانو او هوايي بریدونه شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام