غزه کې د اسراییلي ځواکونو د وروستیو بریدونو پرمهال ۴۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
الجزیري خبري شبکې نن سهشنبه، اکتوبر ۱۵مه راپور ورکړی چې په وژل شویو کې یوه لسیز کسیزه کورنۍ هم شامله ده چې د اسراییلو په بریدونو کې یې، ژوند له لاسه ورکړی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په راپور کې همداراز ویل شوي چې درې کسان د غزې سوېل د زیتون سیمې پر صلاحالدین جومات د برید له کبله مړه شوي دي.
په راپور کې ویل شوي چې د خانیونس په الفخاري او نورو سیمو کې په نښه شوي دي.
پر غزې د اسراییلو د بریدونو له امله څه باندې ۴۲زره کسان مړه او نږدې ۹۹زره کسان ټپیان شوي دي.
له دې سربېره میلیونونه کسان له خپلو مېنو بېځایه شوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. د بریدونو له وېرې ډېری بېځایه شويو، ښوونځیو او روغتونونو ته پناه وړې چې ډېری وخت تر بریدونو لاندې راځي.