Asset 1SWN

امریکا: ایران دې د ټرمپ پروړاندې له دسیسو لاس واخلي

AP24198685163823

د امریکا متحده ایالتونو ایران ته خبرداری ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ پر وړاندې له هر ډول دسیسو ډډه وکړي.

رویټرز خبري اژانس د یوه امریکايي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې د امریکا حکومت ته دا هم په ډاګه کړې چې واشنګټن به د ټرمپ ژوند ته د ګواښ پېښول، د جګړې په معنی وبولي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه چارواکي د نوم نه‌اخیستلو په شرط رویترز ته ویلي، جوبایډن له دغو دسیسو خبر شوی او خپل ټیم ته یې، لارښوونه کړې چې د ایران د دسیسو مخه ونیسي.

د امریکا لوړپوړو چارواکو د جو بایډن په امر ایران ته خبرداری ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ او پخوانیو چارواکو پروړاندې دسسې ودروي.

ایران د امریکا په چارواکو لاس‌وهنه رد کړې او واشنګټن یې تورن کړی او د دغه هېواد د ۱۹۵۳ د لومړي وزیر پر وړاندې د کودتا او د ۲۰۲۰ کال پرمهال د پوځي قومندان د وژنې پېښو ته یې اشاره کړې.

ټرمپ د ۲۰۲۰کال پرمهال په عراق، سوریه او لبنان کې پر امریکايي ډيپلوماټانو د برید په تړاو د استخباراتي اطلاعاتو له ترلاسه کولو وروسته پر قاسم سلیماني د برید امر وکړ.

له هغه وروسته ټرمپ یو ځل بیا د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند دی او له کامېلا هارېس سره به ټاکنو کې سیالي وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

سپینه ماڼۍ وايي، له کلونو راهیسې د ډونالډ ټرمپ پر وړاندې د ایران دسیسې له نږدې څاري او پر امریګايي وګړو د برید له امله یې، دغه هېواد د ناوړه پایلو خبرداری هم ورکړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام