Asset 1SWN

امریکا اسراییلو ته د توغندیو ضد وسله ورکوي

The first of two Terminal High Altitude Area Defense (THAAD) interceptors is launched during a successful intercept test. The test, conducted by Missile Defense Agency (MDA), Ballistic Missile Defense System (BMDS) Operational Test Agency, Joint Functional Component Command for Integrated Missile Defense, and U.S. Pacific Command, in conjunction with U.S. Army soldiers from the Alpha Battery, 2nd Air Defense Artillery Regiment, U.S. Navy sailors aboard the guided missile destroyer USS Decatur (DDG-73), and U.S. Air Force airmen from the 613th Air and Operations Center resulted in the intercept of one medium-range ballistic missile target by THAAD, and one medium-range ballistic missile target by Aegis Ballistic Missile Defense (BMD). The test, designated Flight Test Operational-01 (FTO-01), stressed the ability of the Aegis BMD and THAAD weapon systems to function in a layered defense architecture and defeat a raid of two near-simultaneous ballistic missile targets

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې هېواد یې د اسراییلو د هوايي دفاعي سېسټم د پیاوړتیا لپاره د توغندیو ضد یوه پرمختللې وسله (ټاډ) دغه هېواد ته ورکوي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې بایډن دا خبره پرون کړې او زیاته کړې یې ده چې دغه کار د ایران د توغندیزو بریدونو پر وړاندې د اسراییلو د هوايي دفاعي سېسټم د ملاتړ په موخه کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پنټاګون ویاند پټ رایډر ویلي چې یاده دفاعي وسله به د اسراییلو د توغندیو ضد سېسټم پیاوړی کړي. د پنټاګون ویاند ویلي: «دا د پراخو تعدیلونو یوه برخه ده چې د امریکا پوځ په وروستیو میاشتو کې د اسراییلو د دفاعي سېسټم د ملاتړ او د ایران او د هغه اړوندو وسله‌والو ډلو د بریدونو پر وړاندې د امریکایانو د ساتنې لپاره کړی دی.»

ټاډ د امریکا د بالسټیکو توغندیو ضد تر ټولو پرمختللې وسله ده چې د لرې واټن، د منځنۍ کچې او نږدې واټن توغندیو د مخنیوي لپاره کارېږي.

اسراییل د توغندیو ضد دغه سېسټم د کارولو لپاره روزل شویو ځواکونو ته اړتیا لري او امریکا ویلي چې له یاد دفاعۍ سېسټم سره به ۱۰۰ نظامي او تخنیکي ځواکونه هم ورولېږي.

په همدې حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي تر دې مخکې ویلي و چې امریکا اسراییلو ته د توغندیو ضد وسلې په لېږلو سره د خپلو سرتېرو ژوند له ګواښ سره مخامخوي.

عراقچي پر خپل اېکس لیکلي: «امریکا له حده زیاتې وسلې او مهمات اسراییلو ته ورکړي دي. اوس په اسراییلو کې د توغندیو ضد امریکايي سېسټمونو په عملي کېدو سره د خپلو سرتېرو ژوند له ګواښ سره مخامخوي.»

که څه هم په منځني ختیځ کې د روانې جګړې د درېدو لپاره ډېرې ډیپلوماټیکي هڅې روانې دي، خو اسراییلو ته د امریکا د هوايي دفاعي سېسټم په ورکړې سره به هلته جګړه لا زور واخلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام