Asset 1SWN

سلام وطندار

د برښنا پرچاوي؛ د کابل اوسېدونکي: یوه شپه برښنا وي او څو شپې نه‌وي

برښنا شرت

د پلازمېنې کابل ښار د بېلابېلو ناحیو اوسېدونکي د برښنا پرچاوي له ډېروالي د شکایت ترڅنګ وايي چې ډېری وخت، شپې له برښنا پرته سبا کوي.

د کابل ښار د دشت‌برچي اوسېدونکې فاطمه سلام‌وطندار ته وايي چې د وروستیو ورځو پرمهال د هوا سړېدو سره سره د برښنا پرچاوي هم زیاته شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغې وویل: «رښتیا هم د برښنا نشتون ډېرې ستونزې جوړوي، یوه شپه که برښنا راشي، نوره نه‌وي، ورځ خو بېخي نه‌وي. غوښتنه مې دا ده چې ژمي کې پرچاوي ډېره وي او که رڼا نه‌وي، ډېره سخته وي.»

د کابل د شاه‌شهید سیمې اوسېدونکې توبا بیا وايي چې د برښنا پرچاوي په ورځنیو کارونو کې له ستونزو سره مخ کړې. «په ځانګړې توګه ژمي او مني کې چې هوا سړه ده، پرچاوي ډېره ده، روانه ده، حتا په ساعتونو برښنا نه‌وي، په تیارو کې یوو او  په شپو برښنا نه‌لرو.»

د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطېع‌الله عابد سلام‌وطندار ته وايي، دغه وزارت د تېرو درېوو کلونو پرمهال د برښنا تولید لپاره پ کورنیو سرچینو د سترو پانګونو لپاره لاس په‌کار شوی دی.

هغه وویل: «دغه وزارت د انرژۍ تولید برخه کې پروژې تر لاس لاندې لري. د انرژۍ تولید برخه کې په لویه کچه د لویو بندونو د جوړېدو  چارې پیل کړي، له هغې ډلې، د شاه او عروس بند چې د ۱.۲ مېګاواټه برښنا د تولید ظرفیت لري. زابل کې د عمري برښنا بند چې د ۷ مېګاواټه برښنا تولید ظرفیت لري. د کمال خان بند تر نهه مېګاواټه برښنا تولیدولی شي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

افغانستان د خپلې اړتیا وړ برښنا برابرولو لپاره بهرنیو هېوادونو پورې تړلی او څه باندې ۷۰سلنه د اړتیا وړ برښنا له تاجیکستان، اوزبیکستان، ترکمنستان او ایران څخه راواردوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام