د نیکاراګوا حکومت اعلان کړی چې اسراییلو سره خپلې ډيپلوماټیکې اړیکې پرې کوي او غواړي په نړیواله کچه د اسراییلو د انزوا ګواښ ډېر کړي.
د نېکاراګوا د ولسمشر مرستیاله روزېرو مورېلوو دغه اعلان وروسته له هغې کړی چې د یاد هېواد کانګرېس پر غزې د اسراییلو د برید له امله د پرېکنده ګام اخیستلو غوښتنه وکړه.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
مورېلوو چې د نېکاراګوا د ولسمشر ډانېیل اورتیګا مېرمن هم ده، رسنیو ته ویلي، خاوند یې، حکومت ته سپارښتنه کړې چې د «اسرییلو فاشست او نسلوژنې حکومت سره ډيپلوماټیکې اړیکې پرې کړي.»
دغه ګام په سمبولیکه توکه اخیستل شوی، ځکه اسراییل په نېکاراګوا کې سفارت نهلري او نه هم له دغه هېواد سره نږدې اړیکې پالي.
له دې وړاندې هم غزه کې د اسراییلو د روانو بریدونو او وژنې له امله یوشمېر هېوادونو له اسراییلو اړیکې خپلې ډيپلوماټیکې اړیکې پرې کړې دي.
له هغه وخت راهیسې چې اسراییلو پر غزې برید پیل کړی، د نړۍ بېلابېلو هېوادونو له اسراییلو د ډيپلوماټیکو اړیکو سربېره، سوداګریزه راکړه ورکړه ځنډولې او دغه برید یې، غندلی دی.