Asset 1SWN

سلام وطندار

پېرو کې د ځنګلي‌اور له امله ښارونو ته یږې راښکته شوي

andean-bear-peru-istock-3589

د پېرو په ځنګلونو کې د اورلګېدنو له امله یږې او نور وحشي ژوي ښارونو ته راښکته شوي چې ځینې یې، د خلکو له لوري وېشتل شوي دي.

ځنګلونو کې د اورلګېدنې له کبله ډېری مرغان، ماران او نور ژوي سوځېدلي او  هغه چې ژوندي پاتې دي، ښارونو ته ښکته شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ځنګل‌ساتنې اړوند بنسټونو د اورلګېدنو له امله د وحشي ژویو د ژوند په اړه اندېښنه ښودلې او په لویه کچه یې، د مرستې غږ کړی دی.

پېرو کې د اېس‌بي‌سي په نوم د عینکي یږې د خوندیتوب او ساتنې بنسټ مسوولان وايي، دوی له اورلګېدنې سره د مبارزې لپاره څه نه‌لري. عینکي یږې نړۍ د کم‌یابو یږو په ډله کې راځي.

د نړیوال ځنګلي‌اور د معلوماتو سېسټم (GWIS) چې د سپوږمکۍ په مرسته ځنګلي‌اورنه څاري، پېرو کې د روان کال پرمهال د شاوخوا ۱۰۴۰۰ ځنګلي‌اور رامنځته کېدو خبر ورکړی چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې د ریکارډ کچه اور یاد شوی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د دې ادارې په راپور کې ویل شوي چې سږکال ځنګلي‌اور سوېلي امریکا کې د ریکارډ په کچه رامنځته شوی او بولویا، برازیل، ارجنټاین او پاراګوای تر نورو ډېر اغېزمن شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام