Asset 1SWN

حزب‌الله: اسراییلي ځواکونه مو پر راکېټونو وېشتلي

F231007NRF46-1

لبنان کې د حزب‌الله ډله وايي چې پولې ته نږدې یې، اسراییل ځواکونه په توپ‌ونو او راکېټونو وېشتلې دي.

د یادې ډلې په وینا، اسراییلي ځواکونه یې، په لبونه کلي کې په نښه کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

حزب‌الله یوه ورځ وروسته له هغې دغه څرګندونې کوي چې پرون اسراییلو د خپلو دوو سرتېرو د وژنې پخلی کړی و.

حزب‌الله ویلي چې لبنان کې له اسراییلو ځواکونو سره یې، سختې نښتې کړي او په وینا یې، دغه ځواکونه یې په شما تمبولې دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د لبنان په سوېل کې د نښتو پرمهال درې اسراییلي پوځیان ټپیان شوې هم دي.

د وروستیو اوونیو پرمهال لبنان کې د اسراییلو او حزب‌الله ترمنځ نښتو زور اخیستی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه نښتې د حزب‌الله ډلې د مشر وژل‌کېدو او لبنان کې د اسراییلو د ځمکنیو عملیاتو له پیل سره پراخې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام