Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې د مېوو سوداګریز مارکېټ پرانېستل شو

۹۸۷۷۷

د میدان‌وردګ د ښاروالي له لوري په مرکز میدانښار کې د تازه مېوې د راکړې ورکړې لپاره لوي سوداګریز مارکېټ پرانېستل شوی دی.

د یاد مارکېټ پرانېستې مراسمو ته د دغه ولایت مرستیال والي مولوي سیدالرحمن حافظ وویل، د میدان‌وردګ اوسېدونکو په ځانګړې توګه د بڼوالو لپاره دا یوه لویه لاسته‌راوړنه ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاته کړه، د یاد ولایت بڼوال به وکولای شي، په لاس راغلې تازه مېوې په یاد مارکېټ وپلوري.

بل‌خوا د میدان‌وردګ د تازه مېوې سوداګریز مارکېټ مسوول سیف‌الدین وویل، میدان‌وردګ هغه ولايت دی چې د هېواد په کچه ډېرې مېوې لري، خو د پېر او پلور لپاره یې کوم ځانګړی مارکېټ نه درلود.

عالمي زیاته کړه له یاد مارکېټ نه به د افغانستان ګڼ شمېر ولايتونو او بهر ته د دغې ولايت مېوې صادرې شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د میدان‌وردګ ډېری بڼوال د خپلو په لاس راغلو تازه مېوو او کرنیزو محصوالاتو لپاره د مارکېټ نشتون یوه لویه ستونزه بولي او له چارواکو غواړي چې ددغه ولایت په لاس راغلیو تازه میوو او سبزیو ته په کور دننه او بهر بازارموندنه وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام