Asset 1SWN

سلام وطندار

پر اسراییلو راکېټي بریدونه؛ ۱۲ اسرایلییان ټپیان شوي

6524442106a02

پر اسراییلو د حماس او حزب‌الله ډلې د توغندیزو بریدونو له امله ۱۲ کسان ټپیان شوي دي.

د الجزیري خبري شبکې نن دوشنبه، اکتوبر اوومه راپور ورکړی چې د حزب‌الله ډلې د اسراییلو پر هایفه ښار توغندي توغولي چې پرمهال یې، لس کسان ټپیان شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په راپور کې همداراز ویل شوي چې دې برید کې یوشمېر ودانۍ هم ویجاړې شوې دي.

بل‌خوا حماس ډلې د غزې له خان یونس څخه د اسراییلو پر تل‌ابیب ښار پنځه راکېټونه توغولي دي. دغه توغندي د حماس اړوند څانګې القاسم لېوا له‌خوا توغول شوې دي.

په دغه توغندیز برید کې د دوه مېرمنو د ټپي‌کېدو پخلی شوی دی.

د روان کال اګسټ میاشتې راهیسې دا لومړی ځل دی چې له غزې څخه پر اسراییلو د توغندیو برید کېږي.

پر غزې د اسراییلو د برید نن یو کال پوره شو چې دې موده کې د جګړې او د بریدونو پرمهال ۴۱۹۰۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

یاده موده کې څه باندې ۹۷زره کسان ټپیان او په میلیونونه نور هم له خپلو کورونو بې‌ځایه شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام