Asset 1SWN

سلام وطندار

د غزني ډاکټران: د هغو امېندواره مېرمنو شمېر زیات شوی چې په ناطبیعي ډول ترې وینه بهېږي

شفاخانه_ی-ولایتی-غزنی-1-qn4uh0upyllqe5esfti8dlvru1enj5rgpxxpcfqjd4 (1)

په غزني کې د نسايي‌-‌ولادي څانګې یوشمېر ډاکټران وايي، درانه کارونه او په خپل سر د درملو کارول په ناطبیعي ډول د امېندواره مېرمنو د وینې بهېدو لامل کېږي.

یو ډاکټر محمدعاطف نوري وايي، په دغه ولایت کې د امېندواره مېرمنو د ناطبیعي وینې بهېدلو کچه زیاته شوې او لامل یې هم د هغوی له لوري درانه کارونه او په خپل سر د درملو کارېدل دي.

نوموړی زیاتوي: «ډېری مېرمنې چې کلینیکونو ته ورځي او شمېر یې هم په زیاتېدو دی، له بده مرغه د درنو کارونو له کبله ده؛ درانه کارونه کوي؛ نو ځکه په ناطبیعي ډول ترې وینې بهېږي.»

راحله چې د درملنې لپاره یوه خصوصي کلینیک ته راغلې وايي، درانه کارونه یې د ناطبیعي وینې بهېدو لامل شوي دي. هغه زیاتوي: «څو ورځې مخکې مې په کور کې ډېر کار درلود؛ درانه څیزونه مې پورته کړل چې دا ستونزه راته پیدا شوه. په لومړني ماشوم مې هم د وینې بهېدل لرل، بیا ډاکټر ته ورغلم ویل یې د بازار درمل مه کاروه. د کور کارونو ته یوازې یم او چې نه یې کوې هم نه کېږي. احتیاط کوم، درمل مې هم اخیستي.»

په غزني کې امېندواره مېرمنې هم له ناطبیعي وینې بهېدو څخه سر ټکوي او وايي، درانه کارونه یې کړي چې پر دې ستونزې اخته شوي دي. یوشمېر ښځې وايي چې د امېندوارۍ پر مهال یې په ناطبیعي توګه د وینې بهېدو کمزورې کړي او دا چې ماشوم به یې سالم وي که نه، هم اندېښنه لري.

زینب چې امېندواره ده، سلام‌وطندار ته ویلي: «دا ستونزه مې په لومړي ماشوم هم لرله، خو لږ وه. دوه اوونۍ کېږي چې بیا دا ستونزه راته پیدا شوې، کمزورې شوې یم، خو ډېر درد نه‌لري. البته په تکلیف یم. غوښتنه مې همدا ده چې سم درمل راکړي او یوه حل‌لاره راته وښيي. لږ ورته اندېښمنه یم.»

یوه بله امېندواره مېرمن نسرین هم وايي: «څو ورځې کېږي چې په نامنظم ډول رانه وینه بهېږي؛ اندېښمنه یم چې کومه ستونزه راته پیدا نه‌شي. د امېندوارۍ په همدې څه موده کې راته دا ستونزه پیدا شوې؛ تراوسه ډاکټر ته نه‌ یم ورغلې. نن تازه ډاکټر ته راغلم، په تمه یم چې وار مې راورسېږي.»

یوه مور چې د دې ناروغي د درملنې لپاره یوه خصوصي کلینیک ته راغلې، هم وايي: «دوه درې ورځې کېږي چې دا ستونزه راته پیدا شوې. نن ډاکټرې ته راغلم، وګورم چې څه وايي. ډېره اندېښمنه یم چې ماشوم ته مې زیان ونه رسېږي. شپږمه میاشت مې ده؛ نن درتله راغلم، خو هېڅ وار نه را رسېږي. وګورم چې څه کېږي؛ خدای مهربانه دی.»

د یادونې ده چې د امېندوارۍ په اړه د مېرمنو د عامه پوهاوي نه لرل، ناچاري، د درنو کارونو کول او د سمو خوړو نه کارول د امېندوارۍ پر مهال ښځې د ناطبیعي وینې بهېدو ترڅنګ، له بېلابېلو نورو ستونزو سره مخامخ کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام