د میدانوردګ د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې د ملګروملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (FAO) له لوري د مرکز میدانښار په ګډون په نهو ولسوالیو کې پر شپاړس نېم زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره وېشل شوې.
د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس مولوي نیازمحمد عابد جوړې شوې غونډې ته وویل، له یادې مرستې څخه یې موخه د بېوزله بزګرانو لاسنیوی او د غنمو کرکېلې اصلاح کول دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي له بزګرانو وغوښتل چې یاد اصلاح شوی تخم په خپلو کروندو وکري او د ښه حاصلاتو ترلاسه کولو وروسته په دغه ولایت کې د خوړو خوندیتوب رامنځته شي.
د میدانوردګ بزګران هم خوښ دي چې د ملګروملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (FAO) له لوري ورسره د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې مرسته شوې.
باید وویل شي چې تېره اوونۍ هم لوګر کې پر نږدې لس زره بزګرانو د غنمو اصلام شوی تخم او کیمیاوي سره وېشل شوې وه.