Asset 1SWN

سلام وطندار

پکتيکا کې د رسنيو ترمنځ د کرېکټ سيالي پيل شوې

IMG-20241006-WA0012

د پکتيکا ولايت مقام څخه سلام‌وطندار ‌ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغه ولایت د محلي رسنیو ترمنځ د کرېکټ سیالي پیل شوې.

د خبرپاڼې له مخې، دغه سیالي د اطلاعاتو او فرهنګ رياست اړوند ځوانانو چارو امريت له لوري او د کرېکټ امریت په همغږي پیل شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا د پکتیکا رسنیو ترمنځ درېیم پړاو کرېکټ سیالي دي چې ترسره کېږي.

خبرپاڼه زياتوي چې په يادو لوبو کې پنځه لوبډلو ګډون کړی او موخه یې، د رسنيو او خبريالانو ترمنځ یووالی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خبرپاڼه کې همداشان د ولايتي مسوولانو له قوله ویل شوي چې د ځوانانو لپاره به د ښوونيزو او علمي برنامو ترڅنګ د ورزش په برخه کې هم بېلابېل پروګرامونه او سيالي جوړې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام