Asset 1SWN

سلام وطندار

پر لبنان د اسراییلو بریدونه؛ څه باندې ۲۰۰۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

gettyimages-2175584235

له هغه وخت راهیسې چې اسراییلو لبنان کې د حزب‌الله پر مرکزونو بریدونه پیل کړي، دغه هېواد کې د یادو بریدونو له امله څه باندې ۲۰۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د لبنان روغتیا وزارت چارواکو په وینا، دغه کسان یوازې د اسراییلو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې وژل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په وژل شویو کې ۱۲۷ ماشومان او ۲۶۱ مېرمنې شاملې دي.

بل‌خوا نن شنبه، اکتوبر پنځمه لبنان کې د اسراییلو د تازه بریدونو له امله د حماس ډلې یو لوړپوړی چارواکی وژل شوی دی.

دغه لوړپوړي چارواکي له خپلې مېرمنې او دوو لورګانو سره یوځای خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

همداراز حماس ویلي چې په تولکریم کې له تېرې ورځې راهیسې د اسراییلي ځواکونو د هوايي بریدونو پرمهال د یادې ډلې د یوه قومندان په ګډون ۱۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادو بریدونو سربېره، امریکا هم د یمن پر حوثیانو بریدونه کړي او د یادې ډلې اړوند ۱۵ مرکزونه یې، په نښه کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام