Asset 1SWN

افغان‌کوریا انسټیټیوټ ته د حرفوي زده‌کړو لپاره ۸۰۰ کسان وروپېژندل شول

red-crescent-qv0fctqeo4i8cme4x9xtq9kmeb2xmzwhc2lovqgo08

د افغاني سرې میاشتې ټولنې له هلمند، فراه او فاریاب ولایتونو کې د ښځو په ګډون ۸۰۰ بې‌پرسته  او بې‌وزله کسان د حرفوي زده‌کړو لپاره افغان کوریا انستیتیوت ته معرفي کړي دي.

دغه کسان نن پنج‌شنبه، تلې ۱۲مه کابل کې د یادې ټولنې د مسوولانو او نور چارواکو له‌خوا دغه انسټیټیوټ ته ورپېژندل شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان د مرستونونو مشر الیاس‌خېل ناصري دې غونډې ته وویل، یادو کسانو ته د کمپیوټر، انګلیسي ژبې، خیاطۍ، د موټر تخنیک، د برښنايي وسایلو ترمیم او د برق سېستم په څېر اوو څانګو کې زده‌کړې ورکول کېږي.

هغه وویل: «د دغه پروګرام ټولیز ارزښت یو میلیون ډالره دی چې د ښځو په ګډون ۸۰۰ کورنۍ تر پوښښ لاندې دي او کار زده‌کړو ته په‌کې حرفوي زده‌کړې ورکول کېږي.»

له دې سره افغانستان کې د قطر هېواد د سرې میاشتې ټولنې سرپرست احمدمحمد العثماني وویل، هېواد یې افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوي. «د معیشت پروژه زموږ او د شریکانو له لوري تطبیق کیږي. مونږ ژمنه کوو چې افغانستان کې اړمنو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوو.»

یوشمېر کار زده‌کړي له سرپرست حکومته غواړي چې افغان کوریا انستیتیوت کې له حرفه‌يي زده‌کړو وروسته ورته د دایمي کار زمینه برابره کړي.

د افغان کوریا انستیتیوت د کمپیوټر برخې زده‌کړیال اورنګ زیب وویل: «د دې لپاره چې افغانستان کې کاري فرصتونه کم دي، نو دغه بنسټ باید د حرفوي زده‌کړو وروسته موږ ته د کار زمینه هم برابره کړي.»

د افغان کوریا انستیتوت د خیاطۍ برخې زده‌کړیالې بي‌بي‌عایشې هم هېوادوالو ته د لا ډېرو حرفه‌يي زده‌کړو د زمینې په برابرولو ټینګار وکړ. «له محدودیتونو سره سره  اړ یو چې د خپلې کورنۍ نفقې برابرولو لپاره یې، زده‌کړم. موږ مننه کوو چې موږ ته یې، د حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړې.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

افغانستان کې د مسلکي زده‌کړو ډېری پروګرامونه د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري پلې کېږي. د دغې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، تېر یوه کال کې د دغه بنسټ د حرفه‌يي زده‌کړو له مرکزونو شاوخوا ۱۹زره کسان فارغ شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام