Asset 1SWN

لوګر کې د «بوکسېنګ» یو ورځنۍ سیالي پای ته ورسېدې

۲۲۲۱۱۱۱۱

د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت چارواکي وایي چې د بوکسېنګ فدراسیون له لوري د دغه ولایت په مرکز پل‌علم کې د ۵۰ مخکښو ورزشکارانو ترمنځ د بوکېسنګ یوه ورځنۍ سیالي ترسره شوې.

د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت مطبوعاتي مسوول مصطفی احمدي سلام‌وطندار ته وویل، د دغه سیالیو له جوړېدو څخه موخه د غوره لوبغاړو غوراوی، د بوکسېنګ ورزش ته وده‌ورکول او د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو شریکول وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

احمدي زیاته کړه، په پام کې ده چې په راتلونکې کې هم د ولایتونو په کچه لوګر کې د بوکسېنګ ورزشکارانو ترمنځ ورته سیالي جوړې شي.

د بوکسېنګ ورزش یوه لوبغاړي احمدجاوید سلام‌وطندار ته وویل، د لومړي ځل لپاره لوګر کې ۵۰ مخکښو ورزشکارانو ترمنځ د بوکسېنګ سیالي ترسره شوې.

نوموړي زیاته کړه، یادې سیالي کولای شي چې د ورزشکارانو ترمنځ اړیکې پياوړي او د ورزشکارانو د ظرفیت کچه لوړه شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

باید وویل شي چې له دې وړاندې هم د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري بېلابېلې سیالي جوړې شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام