Asset 1SWN

عبدالباري عمر: برښنا، تعلیم او روغتیا باید سیاسي نه‌شي

عبدالباری-عمر،-سرپرست-اداره_ی-ملی-غذا-و-دارو-qagsbjbtbjxs95kso74uge9tvat7ode22sq0uumt8o

د برښنا شرکت اجراییه مشر عبدالباري عمر وايي چې برښنا، تعلیم او روغتیا باید سیاسي نه‌شي.

نوموړي دغه څرګندونې نن دوشنبه، تلې نهمه کابل کې د «افغانستان برښنا انرژي د پانګونې فرصتونو د وړاندې کولو کنفرانس» کې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه دې کنفرانس کې وویل چې سیاسي مشران او سیاسي برخې به هېوادونو سره خپل سیاست مخته وړي او په وینا یې، ولس پورې تړلې برخه سیاست کې داخلول، تېروتنه ده.

هغه وویل: «سیاسي برخې دي، سیاسي مشران دي، هغه به خپل کار کوي؛ له نورو هېوادونو سره به سیاسي مسایل مخته وي، اما جامعه او ولس چې کوم شي ته اړتیا لري، د جامعې او ولس چې کوم حقوق دي او پرمختګ او ترقي او ژوند او صحت ورپورې تړلی ده، هغه برخې که څوک سیاسي اجنډا کې داخلوي، زما په فکر دا به لویه تېروتنه وي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغه همداراز دې کنفرانس کې وویل چې تر شلو میلیاردو زیات باقیات پر پېرودونکو پاتې دي چې ډېری یې، دولتي ادارې او پخواني چارواکي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام