Asset 1SWN

یوه کال کې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ۱۴.۵۰سلنه لوړ شوی

6i6i7ogc_afghani-afghan-currency_625x300_02_September_21

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وايي چې د تېر یوه کال پرمهال د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ۱۴.۵۰سلنه لوړ شوی دی.

یاد معاونیت نن دوشنبه، تلې نهمه پر خپله اېکس‌‌پاڼه لیکلي چې د تېرکال وږي پر ۳۱مه یو ډالر۷۸.۷۶ افغانۍ و، خو سږکال د وږي پر ۳۱مه یو ډالر ۶۸.۸۸ افغانۍ ته راښکته شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت لیکلي چې د افغانستان بانک د معقولو پولي سیاستونو د پلي‌کولو ترڅنګ بهر ته د ډالرو د قاچاق مخنیوي او روڼتیا رامنځته کول، هغه لاملونه بولي چې له امله یې، د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی دی.

پر سربېره اقتصادي معاونیت دا هم ویلي چې هېواد کې د یوشمېر سیمه‌ییزو او ملي پروژو پیل، صادراتي وده او له یوشمېر هېوادونو سره د سوداګریزې راکړې ورکړې پراختیا هم د افغانیو ارزښت لوړېدو کې اغېزمن بللي دي.

د ډالرو پر وړاندې داسې مهال د افغانیو د ارزښت لوړېدو خبره کېږي چې د افغانستان بانک د پولي سیاست مشر رییس احمدجواد سداد ویلي، تېر لمریز کال یې د افغانیو ارزښت ساتلو لپاره ۳۹ ځله ۵۹۴ میلیون امریکايي ډالره د داوطلبۍ له لارې لیلام کړي.

نوموړي دغه څرګندونې سږکال د امارتي ادارو د یوه کلنو لاسته‌راوړنو د تشرېح پروګرام کې کړې وې.

هغه وویل: «تېرکال د افغانستان بانک، ۳۹ ځله لیلام شوی او له نېکه‌مرغه دغه ابزار چې موږ یې، اوس واک لرو، خپله اغېزمنتیا یې ښودلې او د افغانۍ وړاندې کول ښه مدیریت شوي دي.»

د افغانستان بانک د څارنې عمومي امریت مرستیال احسان‌الله منصور بیا دې پروګرام کې ویلي و،روان کال هېواد کې له بانکونو د افغانیو د اېستلو کچه لوړه شوې او دا مهال د بانکونو پېردونکي کولای شي، اوونۍ کې ۱۵۰زره افغانۍ او ۲۰۰۰ ډالر له خپلو حسابونو ترلاسه کړي.

هغه وویل: « د مشتریانو د افغانیو او ډالرو په بانکي حسابونو باندې لګول شوي محدودیتونه کم شوي او اوسمهال مشتریان کولی چې د افغانیو له حساب څخه، په اونۍ کې د ۷۰ زره افغانیو پر ځای ۱۵۰ زره افغانۍ او په میاشت کې د ۲۵۰ زره افغانیو پر ځای ۵۰۰ زره افغانۍ، همدارنګه له ډالري حساب څخه په اونۍ کې د ۱۰۰۰ ډالرو پر ځای ۲۰۰۰ زره ډالر او په میاشت کې د ۳۰۰۰ ډالرو پر ځای ۶۰۰۰ ډالر واخلي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د افغانستان بانک د مسوولانو په وینا، تېر کال د افغانیو پر وړاندې د امریکايي ډالرو اوسط نرخ شاوخوا ۷۲ وو، داسې حال کې چې تر هغه وړاندې کال کې شاوخوا ۸۷ افغانیو ته رسېدلې و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام