Asset 1SWN

سلام وطندار

هلمند کې د طبیعي کبانو د نیولو په تور د کبانو پخلن‌ځي تړل شوي

8f488d01-8e7a-44f5-a8cb-35c95ea7940b

د هلمند محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت مرکز  لښکرګاه او ګرشک ولسوالي کې د طبیعي کبانو د غیرقانوني نیونې له امله د کبانو څلور پخلن‌ځي تړل شوې دي.

د مسوولانو په وینا، درې پخلن‌ځي په ګرشک او یو پخلن‌ځی په لښکرګاه کې تړل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا امر حافظ هدایت‌الله هدایت وویل: «د دغې څارنې پرمهال په ګرشک ولسوالۍ کې درې او مرکز لښکرګاه کې یو هغه هټۍ تړل سوې چې د کرنې ریاست د مکررو عامه پوهاوي سره سره یې، د عمومي سیند کبان په زهري موادو، چنګګ او د برښنا پر شارټۍ نیول.»

هدایت‌الله هدایت زیاته کړه چې د کبانو پخلن‌ځیو ته سپارښتنه ورکړل شوې چې د فارمونو له کبانو پرته د نورو ځایونو د کبانو له نیولو ډډه وکړي. هغه ټينګار وکړ چې له سرغړونکو سره به جدي چلن وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

څه موده وړاندې د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا د طبیعي کبانو نسل زیاتیدو په پار نږدې ٣٠زره چوزه «واړه کبان» عمومي او فرعي کانالونو ته واچول شول چې دغه کبان به په طبیعي ډول په یادو کانالونو کې روزل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام