Asset 1SWN

سلام وطندار

د اسراییلو ادعا؛ حسن‌نصرالله په هوايي برید کې وژل شوی

Hassan-Nasrallah-1320x880-1

د اسراییلو پوځ ادعا کړې چې د لبنان سوېل کې د حزب‌الله ډلې د قومندې پر مرکز په شوي برید کې، د یادې ډلې مشر سیدحسن نصرالله په شوي هوايي برید کې وژل شوی دی.

حزب‌الله ډلې تراوسه د حسن نصرالله د وضعیت په اړه هېڅ نه‌دي ویلي. ایران هم وړاندې ویلي و چې په دې اړه یې، خپلې څېړنې پیل کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

حسن نصرالله له تېرو ۳۲ کلونو راهیسې د ایران له ملاتړ برخمنې حزب‌الله ډلې مشري پر غاړه لرله. د اسراییلو د پوځ ویاند اویچای اډرایي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د «حزب‌الله ډلې مشر حسن نصرالله وژل شوی دی.»

اسراییلي ځواکونو د هوايي بریدونو د تازه څپو په لړ کې د یادې ډلې مرکزي قومنداني سربېره، پر نورو مرکزونو هم ۲۰ هوايي بریدونه کړې دي.

بریدونه نن شنبه، سپټمبر ۲۸مه سهار د بیروت سوېل‌ کې شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د خپلو سرچینو له قوله ویلي چې د سیمې خلکو سهار مهال د شاوخوا شلو بریدونو غږونه اورېدلې او د بریدونو له وېرې، خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د بیروت سوېل کې خلک د بریدونو له وېرې پارکونو، لوبغاړو او سړکونو کې راټول شوې دي. د اسراییلو پوځ ویلي چې له لبنان د دوی پر لور لس توغندي توغول شوي چې په وینا یې، دوی شنډ کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام