د خوست محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوه سیاحتي شرکت دوه کارکوونکي د جعلي پاسپټورونو د لېږد په تور نیول شوي دي.
د خوست د والي ویاند مستغفر ګربز سلاموطندار ته وايي، د «الخليج» په نوم سياحتي شرکت دوه کارکونکي هغه مهال نیول شوي چې د دغه ولایت هوايي ډګر ته یې، جعلي پاسپورټونه ننوېستل.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، یادو کسانو غوښتل چې په خپلو بوټونو کې څلور جعلي پاکستاني پاسپورټونه د خوست هوایي ډګر ته له ځان سره یوځای ننباسي.
ګربز زياتوي چې خوست کې د «الخليج سياحتي شرکت» له دفتر او د ياد شرکت د ریيس له کور څخه هم ګڼشمېر جعلي پاسپورټونه، د پاکستان ويزې، پاکستان ته تګراتګ لپاره جعلي ټاپې او اروپايي هېوادونو ته د خلکو بيولو لپاره جعلي پاسپورټونه هم ترلاسه شوې دي.
د ګربز په وینا، د ياد شرکت دفتر او د ریيس کور له هغه وروسته پلټل شوی چې دغه شرکت يو کس په جعلي ويزه متحدهعربياماراتو ته لېږلی و او هغه هېواد له خوست د الوتنو د بندېدو ګواښ کړی و.
دا مهال د دغه شرکت فعالیت ځنډول شوی او د شرکت ریيس او ځينې کارکونکي یې د امنيتي ځواکونو تر څار لاندې دي.