Asset 1SWN

د افغان او پاکستاني ځواکونو نښته؛ د غلام‌خان بې‌ځایه شوي: ترپال لاندې ژوند کوو

IMG-20240925-WA0015

د خوست د ګربزو ولسوالي اړوند د غلام‌خان بندر سيمې څخه د افغانستان او پاکستان د ځواکونو ترمنځ د وروستيو نښتو له امله له یادې سیمې بې‌ځايه شوې کورنۍ د مرستو غوښتنه کوي.

ګڼ‌شمېر دغه کورنۍ وايي، د پاکستاني ځواکونو له لوري توغول شوې مرمۍ د دوی پر کورونو لګېدلې او اړ شوي چې خپلې مېنې پرېږدي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

یادې کورنۍ چې دا مهال د ګربزو ولسوالي کيکی سيمه کې تر خيمو لاندې شپې او ورځې تېروي، له سرپرست حکومت او مرستندويه بنسټونو د مرستې غوښتنه کوي.

سيدبادشاه چې د جګړې له وېرې له سیمې بې‌ځای شوی، وايي، د نښتې بياپيل له وېرې خپلو کورونو ته نه‌شي ورستنېدلی او په وینا یې،لسګونه کورنی د خيمو او ترپالو لاندې ژوند کوي.

هغه وويل:«په سرحدي سيمه کې جنګ و موږ د مښو کلي څخه راغلي يو دلته ماشومان او زنانه ټول دي راسره هلته توپونه راتله، نو ځانونو خونديتوب لپاره راغلو. دلته ترپالو لاندی ژوند کوو.»

ولايتي مسوولان بيا ډاډ ورکوي چې د مرستندويه ادارو پر مټ يادو بې‌ځايه شویو کورنيو ته د سرپناه او نورو اړينو برخو کې اسانتياوې برابرې کړي.

د خوست د والي وياند مستغفر ګربز سلام‌وطندار وويل: «د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ چې کله جګړه رامنځته شوې ډېرې کورنی بې ځايه شوې ځکه پاکستان د جګړې اصول نه دي مراعت کړي او د عامو خلکو په کورونو يې توپونه او هاوانونو ويشتي دي، د سيمې خلک اړ شوي چې کورونه پرېږدي. د خوست ولايتي اداره بې ځايه شویو ته د مرستې په برخه کې ژمنه ده.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د تېرې اوونۍ پنج‌شنبې مازديګر د خوست په غلام خان بندر کې د افغان او پاکستاني ځواکونو د لفظي شخړې وروسته نښته رامنځته شوې چې له هغې ورځې راهيسی ياده لاره هم تړل شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام