Asset 1SWN

روسیه کې د ای‌فون‌۱۶ پېر ته غوښتنې زیاتې شوي

Free-iPhone-16-Pro-Mockup

د اپل شرکت خپل نوی ای‌فون ۱۶ موبایل تېره اوونۍ بازار ته وړاندې کړ چې ځانګړنیو بازار کې د دغه موبایلونو پېر ته غوښتنې زیاتې کړې دي.

د ای‌فون موبایلونو د پلور یوې نمایندګي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د نورو هېوادونو په پرتله روسیه کې ای‌فون ۱۶ ته د خلکو تقاضا ۱۵سلنه لوړه شوې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دې نمایندګي زیاته کړې، که څه هم ای‌فون ۱۶ د لوېدیځو هېوادونو په پرتله روسیه کې ۵۰سلنه ګران‌بیه دی، خو بیا هم تقاضا ورته زیاته ده.

روسیه کې د یوه ای‌فون‌۱۶، ۱۲۸جي‌بي‌ بیه ۱۱۲۹۹۹ روبل «۱۲۲۵‌ډالره» دی. دغه موبایل بیا امریکا کې ۷۹۹ ډالره دی چې روسیه کې یې، بیه څلور سوه ډالره لوړه ده.

ای‌فون‌۱۶ پرومکس، یو ټي‌بي‌ بیا امریکا ۱۵۹۹ ډالره دی او روسیه کې یې، بیه ۲۴۹۹۹۹ «۲۷۱۰ ډالر» روبل ښودل شوې.

پر اوکراین د روسیې برید له امله د اپل په څېر نړیوالو شرکتونو روسیې ته د خپلو توکو او محصولاتو له لېږد ډډه کړې. روسیه بیا دغه هېواد ته د برانډ شرکتونو له اجازې پرته د ټولو توکو لېږد قانوني کړی دی.

د روسیې یوه چارواکي د هېوادونو د نوم له ښودلو پرته ویلي چې له ټولې نړۍ روسیې ته ای‌فون ۱۶ موبایلونه صادر شوې دي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

پر اوکراین د روسیې برید راهیسې، د چین، ترکیې، هند، قزاقستان او نور هغه هېوادونه چې پر روسیې بندیزونه نه‌دي لګوي، سوداګري پراخه شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام