Asset 1SWN

میدان وردګ کې اورلګېدنه؛ هټیوالو ته ۱.۸ میلیونه افغانۍ زیان اوښتی

اورلګېدنه

د میدان‌وردګ امنیه قومنداني وايي چې د دغه ولایت د مرکز میدان‌‌ښار اړوند د نجارانو په سرای کې د اورلګېدنې له امله ۱۸ هټۍ سوځېدلې او هټۍوالو ته نږدې دوه میلیونه افغانۍ زيان اوښتی دی.

د میدان‌وردګ امنیې قومنداني څخه سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې تېره شپه شاوخوا یوه بجه د دغه ولایت د مرکز میدان‌ښار د «نجارانو» په سرای کې اورلګېدنه رامنځته شوې او شاوخوا دوه‌نیم ساعته یې دوام کړی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

خبرپاڼه زیاتوي چې په دې اورلګېدنه کې ۱۸ هټۍ په بشپړه توګه سوځېدلي او هټۍ‌والو ته ۱.۸ میلیونه افغانۍ زیان اوښتی دی.

د ورکړل شویو معلوماتو پر اساس د څلور میلیونه افغانیو په ارزښت نورو مالونو د سوځېدو مخه نیول شوې.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د میدان‌وردګ امنیه قومنداني د اورلګېدنې لامل نه‌دی په ډاګه کړی، خو زیاتوي چې په دې اړه څېړنې روانې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام