Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې د ۲۵۰زره ډالرو په ارزښت رغنیزې پروژې پيل شوې

۱۲۱۱۱۱۱۱

د میدان‌وردګ محلي مسوولان وایي چې د ملګروملتونو د خوړو او کرنې نړیوال پروګرام (FAO) له لوري د دغه ولایت په سیداباد ولسوالي کې د ۲۵۰زره امریکایي ډالرو په ارزښت د یوشمېر رغیزو پروژو چارې پیل شوې.

د دغه ولایت د سېندیزې حوزې ریاست رییس مولوي عبدالصمد حلیم وویل، دغه پروژې د سیداباد ولسوالي په شیخ‌اباد سیمه کې د ملګروملتونو د خوړو او کرنې نړیوال پروګرام (FAO) له لوري د راتلوونکو درېوو میاشتو په ترڅ کې پلې کېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

حلیم زیاته کړه، په یادو پروژو کې استنادې دیوالونه او کانالونه شامل دي.

د میدان‌وردګ والي قاري بختیار معاذ وویل، سرپرست حکومت ژمن دی چې په ټولو سیمو کې د بیارغونې پروژې عملي کړي.

هغه وویل، په دې پروژو کې به سلګونه وزګارو کسانو ته کار زمینه برابره شي او په پام کې ده چې ورته پروژې د دغه ولایت په پآتې ولسوالیو کې هم پلې شي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د سیداباد ولسوالي اوسېدونکي هم خوښ دي چې د ملګروملتونو د خوړو او کرنې نړیوال پروګرام (FAO) له لوري د ګڼ‌شمېر رغنیزو پروژو کار چارې پیل شوې، خو دوي ټینګار کوي چې ورته پروژې دې په پاتې ولسوالیو کې هم عملي شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام