Asset 1SWN

سلام وطندار

د روسیې څار؛ اوکراین پر چارواکو د ټیلېګرام کارول بند کړل

telegram-app-phone

اوکراین د دغه هېواد په دولتي دستګاوو کې پر حکومتي چارواکو د ټېلېګرام پر کارونې بندیز لګولی دی.

اوکراین دغه کار د روسیې له‌خوا د څار په اړه د اندېښنې له امله کړی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د اوکراین د ملي دفاع او امنیت شورا دغه بندیزونه وروسته له هغې ولګول چې د پوځي اطلاعاتي اژانس مشر کاېرلو بودانووف د ټېلېګرام له لارې د روسیې د جاسوسۍ په اړه شواهد وړندې کړل.

نوموړي په وړاندې کولو شواهدو کې ویلي چې د روسیې اژانسونه د دې وړتیا لري چې د جاسوسۍ لپاره ټېلېګرام وڅاري.

اوکراین او روسیه کې په لوړه او پراخه کچه ټېلېګرام کارول کېږي او له هغه وخت راهیسې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه پیل شوې، دغه اپلېکېشن د اطلاعاتو پر مهمې سرچینې بدله شوې.

د اوکراین ولسمشر، د کابینې غړي او پوځي چارواکي، د خپلو پرېکړو او جګړې تازه او مهم معلومات د ټېلېګرام له لارې خپروي.

دغه بندیز د هغو چارواکو لپاره نه‌دی چې ټېلېګرام د خپلې دندې د یوې برخې په توګه کاروي.

په دوبۍ کې مېشت ټېلېګرام روسیه کې د زېږېدلي «پاوول دوروف» له‌خوا جوړ شوی دی. دوروف په ۲۰۱۴ کې وروسته له هغې له روسیې ووت چې خپله ټولنیزه رسنۍ «VKontakte» کې د اپوزیسیون ټولنو له بندېدو څخه انکار وکړ.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

پاوول دوروف وروسته بیا دغه ټولنیزه رسنۍ وپلورله.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام